16 چې تا خپل خلق په صحرا کښې ووژل ځکه چې ستا طاقت نۀ وو چې هغوئ هغه مُلک له بوځې چې تا د ورکولو وعده کړې ده.
مِصريانو ته دې د پېغور کولو موقع مِلاو شى څۀ چې ووائى چې تا خپل خلق د مِصر نه د دې دپاره راوويستل چې په غرونو کښې يې ووژنې او هغوئ بېخى تباه کړې؟ خپل قهر بس کړه، خپله فېصله بدله کړه او په خپلو خلقو دا تباهى مۀ راوله.
نو اوس مالِکه خُدايه، زۀ سوال کوم چې مونږ ته خپل طاقت او هغه څۀ وښايه چې تا يې د ورکولو وعده کړې ده، کله چې تا وفرمائيل،
ګنې، مِصريان به ووائى چې تۀ د دې جوګه نۀ يې چې خپل خلق هغه مُلک ته بوځې چې د هغوئ سره دې وعده کړې ده. هغوئ به ووائى چې تا خپل خلق بيابان ته د دې دپاره بوتلل چې هغوئ ووژنې، ځکه چې تا د هغوئ نه نفرت کولو.
او يشوَع وفرمائيل، ”اے مالِکه خُدايه، تا ولې مونږ د اُردن نه راپورې وويستلو؟ د دې دپاره چې مونږ اموريانو ته حواله کړې؟ چې مونږ تباه کړې؟ مونږ د اُردن په بله غاړه باندې ولې ايسار نۀ شُو؟
کنعانيان او د مُلک نور خلق به د دې نه خبر شى. هغوئ به مونږ راګېر کړى او زمونږ نوم به د زمکې د مخ نه ختم کړى. بيا به تۀ د خپل عزتمند نوم د بچ کولو دپاره څۀ کوې؟“