13 خو موسىٰ مالِک خُدائ ته وفرمائيل، ”تا د خپل طاقت سره دا خلق د مِصر نه راوويستل. کله چې مِصريان خبر شى چې تا د خپلو خلقو سره څۀ کړى دى،
نو هغۀ وفرمائيل زۀ به دوئ تباه کړم نو د هغۀ غوره شوى کس موسىٰ د خُدائ د غضب او مخلوق په مينځ کښې ودرېدلو چې د هغۀ غصه سړه او دوئ د تباهۍ نه بچ کړى.
بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”کۀ چرې موسىٰ او سموئيل هم دلته ودرېدلى وے او ما ته يې د دې خلقو په حقله مِنت زارى کړے وے، نو زما زړۀ به دوئ ته مائل شوے نۀ وو. هغوئ زما د حضور نه وشړه، او پرېږده چې ځى.
بلکې د خپل نوم دپاره ما هغه څۀ وکړل څۀ چې به هغه د هغه قومونو د سترګو د وړاندې د سپکوالى نه وساتى چا چې زۀ وليدلم چې ما هغوئ بهر راوويستل.
خو بيا، د دې په وجه ما د خپل نوم د خاطره هغه څۀ وکړل څۀ چې به هغوئ د هغه قومونو د وړاندې د سپکوالى نه وساتى د چا په مينځ کښې چې دوئ اوسېدل او د چا په وړاندې چې ما خپل ځان بنى اِسرائيلو ته د مِصر نه په راويستلو ښکاره کړو.
خو د هغوئ دشمنان ما داسې لافو وهلو ته پرې نۀ ښودل چې هغوئ زما خلقو له شکست ورکړے وے، ځکه چې هغوئ ما په خپله ختم کړى دى.“
مالِک خُدائ به د خپل نوم د خاطره تاسو نۀ پرېږدى، ځکه چې د هغۀ دا خوښه ده چې تاسو خپل خلق جوړ کړى.