8 د اِفرائيم قبيلې نه، هوسيع زوئ د نون،
نون او يشوَع.
موسىٰ د خپل مدد کوونکى يشوَع سره روان شو او موسىٰ د خُدائ پاک غرۀ ته بره ختلو.
چې خلقو چغې وهلې نو يشوَع د خلقو شور واورېدو او موسىٰ ته يې وفرمائيل، ”په خېمو کښې د جګړې شور دے.“
بيا د نون زوئ يشوَع، کوم چې د ځوانۍ د وخت نه د موسىٰ مدد کوونکے وو، هغۀ موسىٰ ته وفرمائيل، ”زما نېکه هغوئ منع کړه.“
دا هغه سړى دى چې موسىٰ د هغه مُلک د جاسوسۍ دپاره ولېږل. هغۀ د نون د زوئ هوسيع نوم يشوَع ته بدل کړو.
د يساکار قبيلې نه، اِجال زوئ د يوسف،
د بنيامين قبيلې نه، فلطى زوئ د رفُو،
بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”ستا د مرګ ورځې رانزدې دى. يشوَع راوغواړه او مقدسې خېمې ته يې راوله، چې هلته هغۀ ته نصيحت وکړم.“ نو موسىٰ او يشوَع خېمې ته لاړل،
بيا مالِک خُدائ د نون زوئ يشوَع سره خبرې وکړې او ورته يې وفرمائيل، ”تکړه او زړَور اوسه. تۀ به اِسرائيليان هغه مُلک ته بوځې چې ما د هغوئ سره د هغې وعده کړې ده او زۀ به ستا مل يم.“
موسىٰ او د نون زوئ يشوَع د دې حمد ټولې خبرې بيان کړې، د دې دپاره چې د بنى اِسرائيلو خلق يې واورى.
د نون زوئ يشوَع د اِلهامى حِکمت نه ډک شو، ځکه چې موسىٰ هغه مقرر کړے وو چې د هغۀ په ځائ کار کوى. بنى اِسرائيلو د يشوَع تابعدارى وکړه او هغه حُکمونه يې پوره کړل چې مالِک خُدائ د موسىٰ په ذريعه هغوئ له ورکړى وُو.
هغوئ يشوَع ته ووئيل، ”مونږ به هغه هر څۀ کوُو چې تۀ يې مونږ ته حُکم کوې او هر چرته مو چې لېږې نو مونږ به ځُو.
لکه څنګه چې مالِک خُدائ حُکم کړے وو، هغوئ يشوَع له هغه ښار ورکړو چې کوم يې غوښتے وو، يعنې د غرونو په مُلک اِفرائيم کښې د تمنتسِرح ښار هغۀ بيا جوړ کړو او هغه په کښې اوسېدو.