7 د يساکار قبيلې نه، اِجال زوئ د يوسف،
د يهوداه قبيلې نه، کالب زوئ د يفُنه،
د اِفرائيم قبيلې نه، هوسيع زوئ د نون،
د يوسف اولاد يشوَع ته ووئيل، ”تا مونږ له د مُلک صِرف يوه برخه ولې راکړې ده چې زمونږ ميراث شى؟ مونږ ډېر زيات خلق يُو ځکه چې مالِک خُدائ مونږ له برکت راکړے دے.“