Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




شمېر 13:32 - Pakistani Yousafzai Pashto

32 نو هغوئ د بنى اِسرائيلو په مينځ کښې د هغه مُلک په حقله غلط خبر خور کړو کوم چې هغوئ ليدلے وو. هغوئ ووئيل، ”په هغه مُلک کښې دومره څۀ هم نۀ پېدا کيږى چې د هغه ځائ اوسېدونکى خلق يې وخورى. کوم خلق چې مونږ وليدل ټول لوړ لوړ وُو،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




شمېر 13:32
11 Iomraidhean Croise  

بيا په جات کښې يو بل جنګ وشو چې په کښې يو دېو وو چې د هغۀ د هر لاس او د هرې پښې شپږ شپږ ګوتې وې.


په جات کښې يو بل جنګ وشو، چې په دې جنګ کښې يو دېو وو چې د هر لاس يې شپږ ګوتې او د هرې پښې يې هم شپږ ګوتې وې. هغه د پخوانو دېوانو اولاد وو.


دوئ بيا د هغه ښۀ مُلک نه نفرت شروع کړو، او دوئ د هغۀ په وعده يقين نۀ کولو.


زۀ به خپل خلق بنى اِسرائيل راولم چې په تا باندې وګرځى. هغوئ به په تا قبضه وکړى، او تۀ به د هغوئ ميراث يې، او تۀ به بيا هيڅکله هم هغوئ د خپلو ماشومانو نه، محرومه نۀ کړې.


هم ما تاسو د مِصر نه راوويستلئ، او څلوېښت کاله مې په صحرا کښې ستاسو لارښودنه وکړه چې تاسو د اموريانو زمکه قبضه کړئ.


خو زما خلقو وکتل چې ما اموريان تباه کړل، اګر کۀ هغوئ د دِيار په شان لوَړ او د څېړۍ په شان مضبوط وُو. ما بره نه د هغې مېوه او لاندې نه جرړې وويستلې او برباد مې کړل.


خو د هغه ځائ اوسېدونکى تکړه دى او د هغوئ ښارونه غټ دى او د ښارونو نه يې دېوالونه تاو دى. او د دې نه علاوه، مونږ هلته د دېوانو اولاد هم وليدو.


خو په تاسو دې افسوس وى، اے د شرعې عالمانو، فريسيانو ځکه چې سخته سزا ستاسو دپاره مقرر شوې ده. اے مُنافقانو، ځکه چې تاسو د آسمان د بادشاهۍ دروازې د خلقو دپاره بندوئ. او تاسو نۀ په خپله په کښې ورننوځئ او نۀ ورته نور خلق پرېږدئ.


مونږ هلته ولې لاړ شُو؟ مونږ يريږو. کوم سړى چې مونږ هلته لېږلى وُو هغوئ مونږ ته ووئيل چې د هغه ځائ خلق زمونږ نه تکړه او لوړ لوړ دى او هغوئ په داسې ښارونو کښې اوسيږى چې دېوالونه يې آسمان ته رسيږى. هغوئ هلته دېوان هم وليدل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan