31 خو هغه سړو ووئيل کوم چې د کالب سره تلى وُو، ”نه. مونږ تکړه نۀ يُو چې حمله ورباندې وکړُو، هغه خلق زمونږ نه زيات طاقتور دى.“
کالب هغه خلق غلى کړل کومو چې د موسىٰ خِلاف شکايتونه کول او وې وئيل، ”راځئ چې په هغه مُلک حمله وکړُو او وې نيسو، ځکه مونږ ښۀ تکړه يُو او ورباندې برے موندے شُو.“
تاسو د بنى اِسرائيلو زړونه ولې راماتوئ چې د اُردن سيند نه پورې وځى او هغه مُلک ته ننوځى چې کوم مالِک خُدائ ورکړے دے؟
هغوئ د اسکال وادۍ پورې لاړل او هغه مُلک يې وليدو، خو چې کله هغوئ راواپس شول، نو هغوئ د بنى اِسرائيلو اراده بدله کړه چې هغه مُلک ته ورننه نۀ وځى کوم چې مالِک خُدائ هغوئ له ورکړے وو.
مونږ هلته ولې لاړ شُو؟ مونږ يريږو. کوم سړى چې مونږ هلته لېږلى وُو هغوئ مونږ ته ووئيل چې د هغه ځائ خلق زمونږ نه تکړه او لوړ لوړ دى او هغوئ په داسې ښارونو کښې اوسيږى چې دېوالونه يې آسمان ته رسيږى. هغوئ هلته دېوان هم وليدل.
اے بنى اِسرائيلو واورئ. تاسو به نن د اُردن سيند نه پورې وځئ او هغه مُلک به قبضه کړئ چې د هغه قومونو دے چې ستاسو نه لوئ او طاقتور دى. د هغوئ ښارونه لوئ لوئ دى چې دېوالونه يې آسمان ته رسيږى.
نو مونږ وليدل چې د بېايمانۍ په وجه هغوئ د داخلېدو قابل نۀ شول.
کوم سړى چې زما سره تلى وُو نو هغوئ زمونږ خلق يرول. خو ما په وفادارۍ سره د مالِک خُدائ زما د خُدائ پاک تابعدارى وکړه.
ساؤل داؤد ته ووئيل، ”تۀ به د هغۀ سره څنګه وجنګېږې؟ ځکه چې تۀ هلک يې او هغه د ټول عُمر فوجى دے.“