26 او موسىٰ، هارون او د بنى اِسرائيلو ټول قوم ته د فاران په صحرا کښې قادِس ته راغلل. جاسوسانو هغه خبر ورله راوړو چې څۀ يې ليدلى وُو او هغه مېوه يې ورته وښودله چې کومه يې راوړې وه.
بيا دوئ ترې راوګرځېدل او قادِس ته واپس راغلل (چې بيا په عين مِصفات مشهور شو). دوئ د عماليقيانو ټول مُلک ونيوو او اموريانو له يې شکست ورکړو چې په حصيصون تامار کښې اوسېدل.
د مالِک خُدائ آواز صحراګانې لړزوى، د مالِک خُدائ آواز د قادِس دشته خوځوى.
هغه مُلک د څلوېښتو ورځو د کتلو نه پس، جاسوسان راواپس شول
نو موسىٰ هغوئ د فاران د صحرا نه د مالِک خُدائ د حُکم په مطابق ولېږل، چې هغوئ ټول د بنى اِسرائيلو مشران وُو.
په وړومبۍ مياشت کښې د اِسرائيلو ټول قوم د صين صحرا ته راغلو او په قادِس کښې يې خېمې ولګولې. مريم هلته مړه شوه او دفن شوه.
موسىٰ د قادِس نه ادومى بادشاه له پېغام وړُونکى ولېږل. هغوئ ورته ووئيل، ”دا پېغام ستاسو د خپلوانو، د بنى اِسرائيلو د طرف نه دے. تاسو ته پته ده چې په مونږ کوم تکليفونه تېر شوى دى،
او مونږ مالِک خُدائ ته فرياد وکړو. او هغۀ زمونږ فرياد واورېدو او يوه فرښته يې راولېږله، چې د مِصر نه يې راوويستلو. اوس مونږ ستاسو د علاقې سره نزدې په يو ښار قادِس کښې يُو.
دغه شان ستاسو پلار نيکۀ هم کړى وُو کله چې ما هغوئ د قادِس برنيع نه ولېږل چې هغه مُلک وګورى.
هغوئ د اسکال وادۍ پورې لاړل او هغه مُلک يې وليدو، خو چې کله هغوئ راواپس شول، نو هغوئ د بنى اِسرائيلو اراده بدله کړه چې هغه مُلک ته ورننه نۀ وځى کوم چې مالِک خُدائ هغوئ له ورکړے وو.
مونږ هم هغه شان وکړل چې څنګه مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک حُکم راکړے وو. مونږ د سينا غرۀ نه لاړُو او په هغه لوئ او خطرناک بيابان کښې د اموريانو غرونو مُلک پورې روان وُو. کله چې مونږ قادِس برنيع ته ورسېدو،
د غرونو مُلک ادوم په لاره د سينا غرۀ نه واخله تر قادِس برنيع پورې د يوولسو ورځو مزل دے.
يوه ورځ د يهوداه د قبيلې څۀ خلق په جِلجال کښې يشوَع له راغلل. د هغوئ نه يو کس د يفُنه قنزى زوئ کالب هغۀ ته وفرمائيل، ”تا ته پته ده چې مالِک خُدائ په قادِس برنيع کښې د خُدائ پاک بنده موسىٰ ته زما او ستا په حقله څۀ فرمائيلى وُو.
زۀ د څلوېښتو کالو وم چې کله د مالِک خُدائ خِدمت کوونکى موسىٰ زۀ د قادِس برنيع نه ولېږلم چې د مُلک معلومات حاصل کړم. نو ما هغۀ له صحيح خبر راوړو.