24 په هغه وادۍ باندې ”اسکال“ يعنې د انګورو غنچه نوم کېښودے شو ځکه چې بنى اِسرائيلو هلته د انګورو غنچه شوکولې وه.
هغوئ د اسکال وادۍ ته راغلل او هلته هغوئ يوه څانګه راماته کړه چې د انګورو يوه غنچه ورباندې وه او دومره درنه وه چې دا دوو سړو په يو ډانګ باندې يو خوا بل خوا راځوړنده کړه او يو يې وړله. هغوئ څۀ انار او اينځر هم يوړل.
هغه مُلک د څلوېښتو ورځو د کتلو نه پس، جاسوسان راواپس شول
هغوئ د اسکال وادۍ پورې لاړل او هغه مُلک يې وليدو، خو چې کله هغوئ راواپس شول، نو هغوئ د بنى اِسرائيلو اراده بدله کړه چې هغه مُلک ته ورننه نۀ وځى کوم چې مالِک خُدائ هغوئ له ورکړے وو.