21 نو هغه سړى د صحرا په طرف لاړل او هغه مُلک يې د صين صحرا نه واخله تر رِحوب پورې وکتلو، چې د حمات درې ته نزدې دے.
د حمات بادشاه توعى خبر شو چې داؤد د هددعزر ټول لښکر له شکست ورکړے دے.
مالِک خُدائ د دمشق په حقله دا پېغام ورکړو چې، ”د حمات او ارفاد ښارونه د يرې نه اوبۀ شول، ځکه چې هغوئ د خپل ځان د تباهۍ پېغام واورېدو. د هغوئ زړونه داسې بېسکونه شول لکه څنګه چې د سمندر چپې نا آرامه او بېسکونه وى او هيڅ سکون ورته نۀ ملاويږى.
هغوئ هغه د بابل بادشاه ته رِبله ته بوتلو چې د حمات په مُلک کښې وو. د بابل بادشاه بيا د سزا ورکولو خپله فېصله په صدقياه واوروله.
بيا به دا د بيروته او سبريم کوم چې د دمشق او حمات د سرحد په مينځ کښې پروت دے، او داسې تر حزرهاتيکان پورې، کوم چې د حوران سرحد سره دے.
تاسو کلنه ښار ته لاړ شئ او وګورئ چې هلته څۀ شوى دى. بيا د حمات لوئ ښار ته لاړ شئ، او بيا په فلستيه کښې د جات ښار ته ورکوز شئ. تاسو خو د هغوئ نه څۀ زيات ښۀ نۀ يئ؟ ولې ستاسو علاقه د هغوئ نه لويه ده څۀ؟
په وړومبۍ مياشت کښې د اِسرائيلو ټول قوم د صين صحرا ته راغلو او په قادِس کښې يې خېمې ولګولې. مريم هلته مړه شوه او دفن شوه.
ځکه چې تاسو دواړو د صين په صحرا کښې زما د حُکم نه بغاوت کړے وو. کله چې ټول قوم زما خِلاف په مريبه کښې وغورېدو، د هغوئ په مخکښې تاسو زما مقدس طاقت څرګند نۀ کړو.“ مريبه په قادِس کښې د صين په صحرا کښې يوه چينه ده.
او د هغه ځائ نه د حمات درې پورې به وى او صداد ته به ورسيږى
هغوئ د اسکال وادى پورې د غرونو مُلک ته د معلوماتو حاصلولو دپاره لاړل.
ځکه چې د بنى اِسرائيلو په مخکښې تاسو دواړو زما سره بېوفائى وکړه. کله چې تاسو د صين په صحرا کښې چې د قادِس ښار سره نزدې دے، د مريبه د چينو سره وئ، نو د خلقو په مخکښې تاسو زما سپکاوے وکړو.
د جبليانو مُلک، نمرخاتۀ طرف ته ټول لبنان، د بعلجاد نه چې د حرمون غر جنوب طرف ته ده د حمات درې پورې.
د يهوداه قبيلې کورَنو ته د زمکې يوه حِصه مِلاو شوه چې داسې بيان شوې ده، هغه مُلک په جنوب کښې د ادوم د سرحد سره د صين صحرا آخرى جنوبى سر ته ورسېدو.