20 وګورئ چې هغه زمکه زرخېزه او کۀ شاړه ده او ونې بوټى په کښې شته او کۀ نشته. او تکړه شئ چې هلته کومه مېوه کيږى لږه ترې نه راوړئ.“ دا هغه موسم وو چې انګور په پخېدو شروع وُو.
کۀ څۀ هم چې د هغوئ په بادشاهۍ کښې تا هغوئ له لوئ برکت ورکړے وو، کله چې هغوئ په هغه کولاو او آباد مُلک کښې اوسېدل کوم چې تا هغوئ له ورکړے وو، خو بيا هم هغوئ د ګناه نه راونۀ ګرځېدل او نۀ يې ستا خِدمت کړے وو.
ناګهانه به مالداره صوبې ونيسى نو هغه به په هغوئ حمله وکړى او هغه هر څۀ به حاصل کړى چې د هغوئ پلار نيکۀ نۀ وو حاصل کړى. هغه به غنيمت، لوټ شوے دولت په خپلو ملګرو کښې تقسيم کړى. هغه به د قلعه ګانو د قبضه کولو منصوبې جوړې کړى خو دا به د لږ وخت دپاره وى.
دا ياد ساته چې ما تا ته حُکم کړے وو چې تکړه او زړَور اوسه. يرېږه مه او چې بېحوصلې نۀ شې، ځکه چې تۀ هر چرته هم ځې نو زۀ مالِک خُدائ ستا خُدائ پاک به ستا مل يم.“