19 وې ګورئ چې هغه زمکه ښۀ ده او کۀ ښۀ نۀ ده او چې هغه خلق په خېمو کښې اوسيږى يا په داسې ښارونو کښې اوسيږى چې دېوالونه ترې نه تاو وى.
نو زۀ لاندې راغلے يم چې هغوئ د مِصريانو نه خلاص کړم او چې هغوئ د مِصر نه بهر يو ښۀ، کولاو او زرخېز مُلک ته بوځم، چرته چې اوس کنعانيان، حِتيان، اموريان، فرزيان، حِويان او يبوسيان اوسيږى.
وې ګورئ چې هغه څۀ رنګه مُلک دے، چې کوم خلق په کښې اوسيږى، هغوئ تکړه دى او کۀ کمزورى دى، لږ دى او کۀ ډېر دى.
وګورئ چې هغه زمکه زرخېزه او کۀ شاړه ده او ونې بوټى په کښې شته او کۀ نشته. او تکړه شئ چې هلته کومه مېوه کيږى لږه ترې نه راوړئ.“ دا هغه موسم وو چې انګور په پخېدو شروع وُو.