Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




شمېر 13:17 - Pakistani Yousafzai Pashto

17 کله چې موسىٰ هغوئ لېږل، نو هغوئ ته يې وفرمائيل چې، ”د دې ځائ نه د صحرا په لار لاړ شئ او بيا د کنعان غريزې علاقې ته ورننوځئ.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




شمېر 13:17
16 Iomraidhean Croise  

بيا هغۀ جدا جدا ځايونو ته هِجرت کولو چې د کنعان جنوبى حِصې ته راغلو.


ابرام د خپلې ښځې سره او ټول مال سره د مِصر نه د کنعان په طرف صحرا ته لاړو او لوط هم ورسره وو.


پاڅه، روان شه او په ټوله زمکه نظر واچوه، ځکه چې دا ټوله تا له درکوم.“


او هغۀ جدا جدا ځايونو ته هِجرت کولو او بيت‌ايل ته روان وو. هغه هم هغه ځائ ته ورسېدو چې د بيت‌ايل او عى په مينځ کښې دے چرته چې هغه مخکښې دېره شوے وو


مېدان ټول د تارکولو د کندو نه ډک وو او چې کله د سدوم او عموره بادشاهان د جنګ نه تښتېدل، نو هغوئ په کندو کښې پرېوتل، خو هغه نور درې بادشاهان غرونو ته وتښتېدل.


وې ګورئ چې هغه څۀ رنګه مُلک دے، چې کوم خلق په کښې اوسيږى، هغوئ تکړه دى او کۀ کمزورى دى، لږ دى او کۀ ډېر دى.


عماليقيان د هغه مُلک په صحرا کښې اوسيږى، حِتيان، يبوسيان او اموريان د غرونو په مُلک کښې اوسيږى، او کنعانيان د مديترانى د سمندر او د اُردن سيند سره اوسيږى.“


بل سحر وختى هغوئ د غرونو مُلک ته روان شول، هغوئ ووئيل، ”اوس به مونږ هغه مُلک ته لاړ شُو چې د کوم په حقله مالِک خُدائ مونږ ته فرمائيلى دى. مونږ دا منو چې مونږ ګناه کړې ده.“


نو په هغه غرونو کښې چې کوم اموريان اوسېدل هغوئ ستاسو خِلاف لکه د مچو په شان راووتل. هغوئ د حُرمه پورې په تاسو پسې وُو او هلته يې د غرونو په مُلک ادوم کښې شکست درکړو.


يشوَع ټول مُلک قبضه کړو. هغۀ د غرونو مُلک، د نمرخاتۀ طرف ته لاندې علاقې او د نمرپرېواتۀ طرف ته د غرونو لمنې او په جنوب کښې اوچ مُلک او د دې ټولو بادشاهانو له يې شکست ورکړو. هغۀ هيڅ څوک هم ژوندے پرې نۀ ښودو، هر يو کس ووژلے شو. دا هغه څۀ وُو چې مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک يې حُکم کړے وو.


او په جنوب کښې د لړم درې نه واخله تر صين پورې تلے وو. دا په جنوب کښې د قادِس برنيع نه تلے وو، د حصرون نه تېر وو او ادار ته رسېدلے وو او قرقع ته تاو وو،


بيا يشوَع د شطيم کېمپ نه دوه جاسوسان په پټه ولېږل او دوئ ته يې حُکم ورکړو چې، ”لاړ شئ او د کنعان په حقله معلومات حاصل کړئ او خاص کَر د يريحو ښار په حقله.“ کله چې هغوئ هغه ښار ته ورغلل نو لاړل چې د راحب نومې کنجرې کره شپه وکړى.


هغې ورته ووئيل، ”زما سره يوه ښېګړه وکړه ځکه چې تا ما له په جنوبى برخه کښې زمکه راکړې ده، نو ما له د اوبو څۀ چينې هم راکړه.“ نو کالب هغې له بره او ښکته چينې ورکړې.


مالِک خُدائ د يهوداه د خلقو مل وو. هغوئ د غرونو مُلک قبضه کړو، خو هغوئ د دې جوګه نۀ وُو چې د مېدانونو نه خلق وشړى، ځکه چې د هغوئ سره د اوسپنې ګاډۍ وې.


د دې نه پس هغوئ روان وُو چې کنعانيانو سره جنګ وکړى چې هغوئ د غرونو په مُلک، جنوبى اوچه برخه او لاندې علاقو کښې اوسېدل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan