1 مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل چې،
اے مالِکه او پاکه خُدايه، تۀ همېشه زمونږ د اوسېدو ځائ يې، نسل در نسله پورې يې.
بيا هغوئ د حصيروت نه لاړل او د فاران په صحرا کښې يې خېمې ولګولې.
د آشر قبيلې نه، ستُور زوئ د ميکائيل،
”اِلىعزر اِمام او د نون زوئ يشوَع به په خلقو باندې زمکه تقسيم کړى.
د هرې قبيلې نه يو يو مشر سړے هم خوښ کړه چې د دې په تقسيمولو کښې د هغوئ مدد وکړى.“
خو تاسو ما له راغلئ او ومو وئيل چې د ځان نه مخکښې به سړى ولېږُو چې هغه مُلک وګورى او مونږ ته ووائى چې د ورتلو دپاره کومه لار ښۀ ده او هلته ښارونه څنګه دى.
دا خبره په ما ښۀ ولګېده، نو ما د دولسو قبيلو نه يو يو سړے خوښ کړو.
او چې کله هغۀ تاسو د قادِس برنيع نه د دې حُکمونو سره ولېږلئ چې لاړ شئ او هغه مُلک ونيسئ کوم يې چې تاسو له درکولو، نو تاسو د هغۀ خِلاف سرکشى وکړه، تاسو په هغۀ يقين ونۀ کړو او نۀ مو د هغۀ فرمانبردارى وکړه.
زۀ د څلوېښتو کالو وم چې کله د مالِک خُدائ خِدمت کوونکى موسىٰ زۀ د قادِس برنيع نه ولېږلم چې د مُلک معلومات حاصل کړم. نو ما هغۀ له صحيح خبر راوړو.
بيا يشوَع د شطيم کېمپ نه دوه جاسوسان په پټه ولېږل او دوئ ته يې حُکم ورکړو چې، ”لاړ شئ او د کنعان په حقله معلومات حاصل کړئ او خاص کَر د يريحو ښار په حقله.“ کله چې هغوئ هغه ښار ته ورغلل نو لاړل چې د راحب نومې کنجرې کره شپه وکړى.