5 او مالِک خُدائ د وريځې په ستن کښې لاندې راغلو، د خېمې په دروازه کښې ودرېدلو او هارون او مريم يې راوغوښتل. هغوئ دواړه وروړاندې شول،
هغۀ دوئ سره د وريځې د ستنې نه خبرې وکړې، هغوئ هغه ټول حُکمونه او قانون منلو کوم چې دوئ ته ورکړے شوى وُو.
مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”زۀ به په تکه توره وريځ کښې تا له راشم، چې کومې خبرې زۀ تا سره کوم نو خلق به زما خبرې واورى نو داسې به هغوئ د همېشه دپاره په تا يقين کوى.“ چې خلقو کوم جواب ورکړے وو نو موسىٰ هغه مالِک خُدائ ته ووئيلو،
او مالِک خُدائ په وريځ کښې راکوز شو او د هغۀ سره هلته ودرېدلو او خپل مقدس نوم ”مالِک خُدائ“ يې واخستلو.
چې هغوئ کوم ځائ ته هم سفر کولو نو د ورځې به يې د مالِک خُدائ د حضور وريځ د خېمې دپاسه ليدله او د شپې به يې په وريځو کښې بل شوے اور ليدلو.
بيا مالِک خُدائ په وريځو کښې لاندې راغلو او د هغۀ سره يې خبرې وکړې. کوم روح يې چې موسىٰ له ورکړے وو د هغې نه يې لږ واخستلو او هغه اويا مشرانو له يې ورکړو. کله چې په هغوئ باندې روح نازل شو نو هغوئ د لږ وخت دپاره د پېغمبرانو په شان خبرې کولې. خو د دې نه پس بيا داسې ونۀ شول.
ناڅاپه مالِک خُدائ موسىٰ، هارون او مريم ته وفرمائيل، ”تاسو درې واړه بهر زما د حضور خېمې ته لاړ شئ.“ نو هغوئ لاړل،