16 بيا هغوئ د حصيروت نه لاړل او د فاران په صحرا کښې يې خېمې ولګولې.
هغه د فاران په صحرا کښې اوسېدو، مور ورله يوه مِصرۍ جينۍ خوښه کړه او ورته يې وادۀ کړه.
خُدائ پاک د تيمان نه راروان دے، د فاران د غرونو نه هغه مقدس ذات راروان دے. د هغۀ د شان او شوکت نه آسمانونه ډک شوى دى او د هغۀ ثناء صِفت زمکه ډکه کړې ده.
او اِسرائيليان د سينا د بيابان نه په سفر روان شول. وريځ د فاران په صحرا کښې ايساره شوه.
خلقو د هغه ځائ نه حصيروت ته سفر وکړو او هلته اوسېدل.
مريم اووۀ ورځې د خېمو نه بهر کړے شوه او چې تر کومې پورې هغه واپس نۀ وه راوستلے شوې نو خلقو سفر نۀ کولو.
مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل چې،
او موسىٰ، هارون او د بنى اِسرائيلو ټول قوم ته د فاران په صحرا کښې قادِس ته راغلل. جاسوسانو هغه خبر ورله راوړو چې څۀ يې ليدلى وُو او هغه مېوه يې ورته وښودله چې کومه يې راوړې وه.
نو موسىٰ هغوئ د فاران د صحرا نه د مالِک خُدائ د حُکم په مطابق ولېږل، چې هغوئ ټول د بنى اِسرائيلو مشران وُو.
نو سموئيل مړ شو او ټول بنى اِسرائيليان راغونډ شول او په هغۀ يې د غم ژړا وکړه. بيا هغوئ هغه په راما کښې په خپل خاندانى قبر کښې ښخ کړو. د هغې نه پس، داؤد د فاران صحرا ته لاړو.