10 او کله چې د خېمې نه وريځ اوچته شوه، نو د مريمې څرمن ناڅاپه په سخته بيمارۍ پټه شوه او د واورې په شان سپينه شوه. کله چې هارون ورته وکتل نو وې ليدل چې د هغې څرمن په بيمارۍ پټه وه،
مالِک خُدائ په عُزياه باندې د جذام بيمارى راوستله، چې د هغه وخت نه دا بيمارى ټول عُمر ورسره وه. هغه په يو جدا کور کښې اوسېدو او د هغۀ زوئ يوتام د محل مشر شو او په هغه مُلک يې حکومت کولو.
نو په دې وجه د نعمان بيمارى به په تا او ستا په اولاد باندې د همېشه دپاره وى.“ کله چې جيحازى لاړو، نو په هغۀ دا بيمارى راغله او د هغۀ څرمن د واورې په شان سپينه شوه.
په هغه وخت کښې د ښار د دروازې د خولې سره د جذام د بيمارۍ څلور سړى وُو او هغوئ يو بل ته ووئيل، ”مونږ دې تر مرګه پورې دلته ولې ناست يُو؟
مالِک خُدائ موسىٰ ته بيا وفرمائيل، ”خپل لاس چُوغې ته دننه کړه.“ نو موسىٰ لاس دننه کړو. او چې کله هغۀ لاس رابهر کړو، نو د هغۀ لاس د څرمنې په بيمارۍ پټ شوے وو، داسې سپين لکه واوره.
خو کۀ د هغوئ بچى پېدا هم شى، نو زۀ به يې ترې نه واخلم او يو به هم ژوندے پرې نۀ ږدم. په هغوئ افسوس، ځکه چې هغوئ به زۀ پرېږدم.“
”بنى اِسرائيلو له حُکم ورکړه چې هر هغه څوک چې د جذام بيمارى لرى يا يې د بدن د يو ځائ نه اوبۀ ځى او هر څوک چې د مړى سره د لګېدلو په وجه ناپاک شوے وى نو هغوئ دې هغه د خېمو نه وشړى.
بيا به هغه هغوئ ته ووائى، څوک چې به د هغۀ ګس لاس ته وى، اے لعنتيانو، زما د سترګو نه اخوا شئ او هغه تل ابدى اور ته لاړ شئ چې د شېطان او د هغۀ د فرښتو دپاره تيار شوے دے.
ياد ساتئ کله چې تاسو د مِصر نه راروان وئ نو مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک د مريم سره څۀ وکړل.