Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




شمېر 11:8 - Pakistani Yousafzai Pashto

8-9 دا د شپې د پرخې سره د خېمو نه ګېرچاپېره پرېوتو. ورپسې سحر به خلق د دې راټولولو دپاره تلل، دا به يې په لنګرۍ کښې ټکول يا يې ترې نه په مېچن کښې اوړۀ جوړول او بيا به يې يشول يا به نرۍ روټۍ يې ترې نه پخولې. د دې خوند داسې وو لکه چې روټۍ د زيتُونو تېلو سره پخې شوې وى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




شمېر 11:8
9 Iomraidhean Croise  

يوه ورځ چې کله يعقوب د کُرخو ښوروا پخوله، عِيسو د ښکار نه راغلو. هغه اوږے وو


نو هغۀ دوئ ته وفرمائيل، ”مالِک خُدائ حُکم کړے دے چې سبا د سبت مقدسه د آرام ورځ ده کومه چې مالِک خُدائ ته وقف ده، چې تاسو څۀ پخول غواړئ هغه نن پاخۀ کړئ او چې څۀ يشول غواړئ نو وې يشوئ. چې څۀ پاتې شى نو هغه د سبا دپاره پرېږدئ.“


د بنى اِسرائيلو قوم په دې خوراک من نوم کېښودو. دا د دڼيا د تخم په شان واړۀ وُو او رنګ يې سپين وو او خوند يې داسې وو لکه روټۍ چې په شاتو کښې پخه شوې وى.


من د دڼيا د تخم په شان واړۀ وُو او رنګ يې زېړ بخن وو.


د داسې خوراک دپاره خوارى مۀ کوئ چې ختميږى بلکې د هغې روټۍ دپاره خوارى کوئ چې تر ابده پاتې کيږى، او کوم به چې اِبن آدم تاسو له درکړى. ځکه چې هم په هغۀ باندې خُدائ پلار خپل مُهر لګولے دے.“


لکه چې زمونږ پلار نيکۀ په صحرا کښې من وخوړل، صحيفې فرمائى چې، موسىٰ هم هغوئ له د آسمان نه من ورکړل چې وې خورى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan