Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




شمېر 11:5 - Pakistani Yousafzai Pashto

5 په مِصر کښې چې مونږ کوم کبان غوښتل هغه مو خوړل او مونږ ته مفت مِلاوېدل. هغه بادرنګ، هِندوانې، ګندانه، پياز او اوږه راياده کړئ چې مونږ به خوړل؟

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




شمېر 11:5
7 Iomraidhean Croise  

اے مالِکه خُدايه، د خپل لاس په طاقت دې تباه کړه هغه خلق، څوک چې په دې دُنيا لټوى خپل اجرونه. خو په خېټه ماړۀ کړه خپل غوره شوى بنيادمان، د دوئ اولاد سره دې وى ډېر مالونه، په ميراث کښې دې پاتې شى ورته مال او دولتونه.


او بنى اِسرائيلو هغوئ ته ووئيل، ”کاش چې مونږ مالِک خُدائ د مِصر په مُلک کښې وژلى وے. هلته د غوښې لوښو ته کښېناستے خو شُو کنه چې مونږ په مړه خېټه روټۍ خوړلے. تاسو مونږ دلته دې بيابان ته د دې دپاره راوستلى يُو چې دا ټول خلق د لوږې نه ووژنئ.“


صرف صيون لور باقى پاتې ده، لکه چې د انګورو په باغ کښې د څوکيدار جومپړۍ پاتې وى يا د بادرنګو په پټى کښې يو څپر بې‌اسرى وى، او د محاصرې لاندې بې‌اسرى ښار وى.


خو د دې په ځائ به مِصر ته لاړ شُو، چرته چې به مونږ د جنګونو، د جنګ د بيګل آوازونو او قحط نه آزاد شُو،


خو چې د کوم وخت نه مونږ آسمانې مَلِکې ته د خوشبو سوزول او د څښلو نذرانې پېش کولو رسم بند کړے دے نو مونږ سره هيڅ هم نۀ وُو او په جنګ او قحط باندې مړۀ کېدلوُ.“


هغوئ د موسىٰ او هارون خِلاف شکايت وکړو او وې وئيل، ”دا به ډېره ښۀ وے چې د مِصر په مُلک کښې يا دلته په دې صحرا کښې مړۀ وے.


د هغوئ اَنجام هلاکت دے، د هغوئ خُدائ د هغوئ ګېډه ده، او هغوئ په خپلو شرمناک کارونو فخر کوى او د هغوئ سوچ په دُنياوى څيزونو دے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan