4 د پردى مُلک څۀ مسافرو د بنى اِسرائيلو سره سفر کولو. د هغوئ غوښې ته ډېر زيات زړۀ وشو او هم داسې په خپله بنى اِسرائيلو هم شکايت شروع کړو او وې وئيل، ”کاش چې لږه غوښه خو وے.
چې د دې خلقو نه يو کس به هم هغه مُلک ته داخل نۀ شى. هغوئ زما د حضور جلال او هغه معجزې هم ليدلې دى چې ما په مِصر کښې او په صحرا کښې کړې دى، خو هغوئ بيا بيا زما د صبر امتحان اخستے دے او زما د منلو نه يې اِنکار کړے دے.