33 کله چې لا د هغوئ سره ښۀ ډېره غوښه وه، نو مالِک خُدائ خلقو ته په قهر شو او په خلقو يې يوه لويه وبا راولېږله.
او د خوږ څيز په شان يې په خولۀ کښې د ډېر وخت پورې ساتى،
چې کله هغوئ خپلې خېټې ډکې کړى نو خُدائ پاک دې په هغوئ باندې سخت قهر راولى، او دا قهر دې په هغوئ لکه د ږلۍ راوريږى.
هغۀ آسمانونو نه مشرقى هواګانې راوستلې، او هغۀ په خپل قُدرت سره جنوبى هواګانې راوستلې.
دوئ ته يې دومره خوراک ورکړو چې د هغوئ نه سېوا هم شو، څۀ چې د دوئ د خوراک خواهش وو هغه هم دوئ ته ورکړے شو.
کوم خلق چې مړۀ شول هغوئ په شمېر کښې څوارلس زره او اووۀ سوه کسان وُو، دا د هغې نه علاوه وُو کوم چې د قورح په سرکشۍ کښې مړۀ شوى وُو.
موسىٰ هم هغه شان وکړل چې څنګه مالِک خُدائ حُکم کړے وو.
خو وبا څليريشت زره کسان وژلى وُو.
مالِک خُدائ به په تاسو باندې دانې راوخېژوى، لکه څنګه چې هغۀ په مِصريانو راخېژولې وې. هغه به ستاسو بدنونه د دردونو سره مات کړى. تاسو به په خارښت او دانو باندې پټ شئ، خو د دې به هيڅ علاج نۀ وى.