31 ناڅاپه مالِک خُدائ يوه هوا راوستله چې هغې د سمندر د طرف نه مړَزان راوړل، چې د زمکې نه يو ګز اوچت الوتل. دا په خېمو باندې او د خېمو نه ګېرچاپېره هر طرف ته لرې لرې پورې کښېناستل.
هغوئ ورته سوال وکړو او هغۀ دوئ ته مړَزان ورکړل، او هغوئ يې په آسمانى روټۍ ماړۀ کړل.
نو بيا هغۀ هغوئ ته هر څۀ ورکړل کوم چې دوئ غوښتل، خو هغۀ ورسره وبا هم راولېږله.
د زمکې د آخر سر نه هغه وريځې راپورته کوى، او هغه باران سره برېښنا رالېږى او هغه هوا د خپلو ذخيرو نه رالوځوى.
نو موسىٰ خپله امسا اوږده کړه او مالِک خُدائ د نمرخاتۀ طرف نه په هغه مُلک باد راولېږلو چې په هغه ټوله شپه او ټوله ورځ وچلېدو. چې کله سحر شو نو دې باد د قحطۍ مُلخان راوړى وُو.
او مالِک خُدائ هغه د نمرخاتۀ باد په يو زورَور نمرپرېواتۀ باد بدل کړو، چې ټول د قحطۍ مُلخان يې اوچت کړل او بحرِقُلزم ته يې يوړل. د مِصر په مُلک کښې يو د قحطۍ مُلخ هم پاتې نۀ شو.
خو تا پوکے ورکړو او درياب هغوئ ډُوب کړل، مِصريان په زورَورو اوبو کښې د سيکې په شان ډُوب شول.
په ماښام کښې د مړَزانو يو لوئ سېل راغلو او چرته چې خېمې وې هلته کښېناستو او په سحر کښې د خېمو ګېرچاپېره پرخه ورېدلې وه.
بيا موسىٰ او د بنى اِسرائيلو مشران واپس کېمپ ته لاړل.