Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




شمېر 11:28 - Pakistani Yousafzai Pashto

28 بيا د نون زوئ يشوَع، کوم چې د ځوانۍ د وخت نه د موسىٰ مدد کوونکے وو، هغۀ موسىٰ ته وفرمائيل، ”زما نېکه هغوئ منع کړه.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




شمېر 11:28
9 Iomraidhean Croise  

موسىٰ يشوَع ته وفرمائيل، ”يو څو سړى خوښ کړه او لاړ شه، سبا د عماليقيانو سره جنګ وکړه. زۀ به د غرۀ په سر ودرېږم او د خُدائ پاک طاقت لرونکې امسا به زما په لاس کښې وى.“


موسىٰ د خپل مدد کوونکى يشوَع سره روان شو او موسىٰ د خُدائ پاک غرۀ ته بره ختلو.


مالِک خُدائ به د موسىٰ سره مخامخ خبرې کولې، لکه چې يو کس يې د خپل ملګرى سره کوى. بيا به موسىٰ خېمو ته واپس راتلو. خو هغه زلمے، د نون زوئ، يشوَع چې د هغۀ مددګار وو، هغه به په خېمه کښې ايسارېدلو.


يو ځوان منډه کړه چې موسىٰ ته ووائى چې اِلداد او ميداد په خېمو کښې د پېغمبرانو په شان خبرې کوى.


نو هغوئ يحيىٰ له راغلل او ورته يې ووئيل، ”اُستاذه، تا سره چې د اُردن نه پورې غاړه کوم سړے وو د چا په حقله چې تا ګواهى کړې وه، هغه هم بپتسمه ورکوى، هر څوک ورته ورځى.“


د مالِک خُدائ خِدمت کوونکى موسىٰ د مرګ نه پس مالِک خُدائ د موسىٰ مددګار د نون زوئ يشوَع سره کلام وکړو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan