Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




شمېر 11:26 - Pakistani Yousafzai Pashto

26 د هغه اويا مشرانو نه دوه مشران، اِلداد او ميداد، په خېمو کښې پاتې وُو او د مالِک خُدائ د حضور خېمې ته تلى نۀ وُو. او په هغوئ باندې روح نازل شو او هغوئ په خېمو کښې د پېغمبرانو په شان خبرې شروع کړې.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




شمېر 11:26
11 Iomraidhean Croise  

د خُدائ پاک روح د عوبيد په زوئ عزرياه نازل شو،


ډېر کالونه تا هغوئ ته صبر کولو. تا د خپلو پېغمبرانو په ذريعه هغوئ له خبردارے ورکولو، خو ستا خلقو غوږ نۀ نيولو، نو تا هغوئ نورو قومونو ته حواله کړل چې فتح يې کړى.


خو موسىٰ خُدائ پاک ته وفرمائيل، ”زۀ څوک يم چې فِرعون له ورشم او بنى اِسرائيل د مِصر نه بهر بوځم؟“


خو ما ورته ووئيل چې، ”اے قادر مطلق خُدايه، ما ته خو د صحيح خبرو کولو طريقه هم نۀ راځى ځکه چې زۀ خو لا هلک يم.“


نو بيا يرمياه باروک ته وفرمائيل چې، ”زۀ دلته نظر بند يم نو د مالِک خُدائ کور ته دننه تلے نۀ شم.


يو ځوان منډه کړه چې موسىٰ ته ووائى چې اِلداد او ميداد په خېمو کښې د پېغمبرانو په شان خبرې کوى.


او اِسرائيليان يې وليدل چې قبيله په قبيله يې خېمې لګولې وې. نو د خُدائ پاک روح په هغۀ باندې راغلو،


نو هغوئ د مالِک خُدائ نه تپوس وکړو، ”هغه سړے تر اوسه پورې دلته راغلے دے څۀ؟“ مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”ګورئ، هغه د بوجو په مينځ کښې پټ شوے دے.“


د مالِک خُدائ روح به ناڅاپه په تاسو باندې راشى او تاسو به هم د هغوئ سره پېشګوئې شروع کړئ. او تاسو به هغه شان نۀ يئ لکه چې څنګه مخکښې وئ.


خو ساؤل په هغه ورځ باندې هيڅ هم ونۀ وئيل، ځکه چې د هغۀ خيال دا وو چې هغه د څۀ وجې نه پليت شوے دے او هغه بې‌شکه ناپاک دے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan