24 نو موسىٰ بهر ووتلو او چې مالِک خُدائ څۀ فرمائيلى وُو هغه يې خلقو ته وفرمائيل. هغۀ اويا مشران راجمع کړل او د خېمې نه ګېرچاپېره يې ودرول.
آدم يې بهر کړو او د باغ نمرخاتۀ طرف ته يې د وزرو والا مخلوق او يوه اور لرونکې تُوره ودروله چې هر طرف ته به تاوېده، چې د ژوند د ونې د لارې حِفاظت وکړى.
مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”د بنى اِسرائيلو اويا مشران راجمع کړه چې هغوئ د مشرانو په توګه منلے شوى وى، هغوئ ما له زما د حضور خېمې ته راوله او هغوئ ته ووايه چې هغوئ هلته تا سره ودريږى.
د هغه اويا مشرانو نه دوه مشران، اِلداد او ميداد، په خېمو کښې پاتې وُو او د مالِک خُدائ د حضور خېمې ته تلى نۀ وُو. او په هغوئ باندې روح نازل شو او هغوئ په خېمو کښې د پېغمبرانو په شان خبرې شروع کړې.