Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




شمېر 11:23 - Pakistani Yousafzai Pashto

23 مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”زما د طاقت څۀ حد شته؟ تۀ به زر وګورې چې ما څۀ وئيلى دى چې هغه کيږى او کۀ نۀ کيږى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




شمېر 11:23
21 Iomraidhean Croise  

داسې څۀ شته چې د مالِک خُدائ دپاره مشکل وى؟ لکه چې څنګه ما ووئيل، په راتلونکى کال به زۀ واپس راځم او د ساره به يو زوئ پېدا شى.“


خو هغۀ ورته وفرمائيل، ”سلو سړو ته دا خوراک څنګه کېږدم؟“ اليشع ورته وفرمائيل، ”هغوئ له يې ورکړه چې وې خورى، ځکه چې مالِک خُدائ فرمائى چې هغوئ به ورباندې ماړۀ شى او ترې نه پاتې به هم شى.“


نو د بادشاه خاص آفسر اليشع ته ووئيل، ”کۀ مالِک خُدائ د آسمان نه د غلو دانو د باران دروازې کولاو کړے هم وے، نو دا کار به ونۀ شى.“ اليشع ورته وفرمائيل، ”دا به تۀ په خپلو سترګو ووينې، خو تۀ به ترې نه هيڅ هم ونۀ خورې.“


او په بيا بيا يې په خُدائ پاک باندې آزمېښت وکړو، دوئ د اِسرائيلو مقدس ذات خفه کړو.


بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”اوس به تۀ وګورې چې زۀ د فِرعون سره څۀ کوم. زۀ به خپل زور سره هغه دې ته مجبور کړم چې زما خلق تلو ته پرېږدى، زۀ به د خپل لوئ طاقت نه کار واخلم چې فِرعون هغوئ د مُلک مصر نه وشړى.“


چې زۀ راغلم نو څوک هم نۀ وو، ولې؟ چې ما آواز وکړو نو چا هم جواب رانۀ کړو، ولې؟ ولې زما لاس دومره کمزورے وو څۀ چې تاسو مې خلاصولے نۀ شوئ؟ ولې زۀ دومره کمزورے يم څۀ چې تاسو بچ کولے نۀ شم؟ زما يو حُکم سره سمندر اوچ شى او سيندونه په صحرا بدل شى، او بغېر اوبو نه کبان مړۀ شى او هر طرف ته بدبوئ خوره شى.


واورئ، د مالِک خُدائ لاس دومره وړوکے نۀ دے چې هغه تاسو بچ کولے نۀ شى او نۀ يې غوږ کُوڼ دے چې ستاسو آواز نۀ اورى.


تۀ ولې د هغه چا په شان يې چې ګنګس وى، او لکه د داسې فوجى په شان شوے يې چې څوک بچ کولے نۀ شى؟ اے مالِکه خُدايه، تۀ مونږ سره يې، او مونږ ستا نوم پورې تړلے شوى يُو، نو اوس مونږ مۀ پرېږده.“


اے مالِکه قادر مطلق خُدايه، تا په خپل لوئ طاقت او قُدرت سره او په خپل زورَور لاس سره آسمان او زمکه جوړ کړل. ستا دپاره يو کار هم ناممکن نۀ دے.


”زۀ مالِک قادر مطلق خُدائ يم، او د ټولو مخلوقاتو رب العالمين يم. آيا داسې کار شته چې د هغې کول زما دپاره ناممکن وى؟


ځکه چې زۀ مالِک خُدائ يم او زۀ چې څۀ ووايم هغه به پوره شى، او هغه به نور ايسار نۀ شى، اے سرکشه بنى اِسرائيله، بې‌شکه زۀ به ستاسو په ژوند کښې خپله خبره وکړم او هغه به پوره هم کړم. ما، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې وفرمائيل.“


ما مالِک خُدائ وفرمائيل. زما دپاره هغه وخت رارسېدلے دے چې خپله کاروائى وکړم. زۀ به وروستو نۀ شم، زۀ به رحم نۀ کوم، او نۀ به پښېمانه شم. ستاسو د چال چلن او عملونو په مطابق به ستاسو عدالت وکړم، مالِک خُدائ داسې فرمائى.“


نو کله چې هغه غار ته نزدې ورورسېدو، نو هغۀ دانيال ته په غمژن آواز سره آواز ورکړو، ”اے دانياله، د ژوندى خُدائ خِدمت کوونکيه، ولې ستا خُدائ پاک د چا چې تۀ په وفادارۍ سره عبادت کوې، هغۀ دا وکړے شو چې تا د زمرو نه بچ کړى؟“


اے د يعقوب قومه، آيا داسې خبره کول په کار دى، آيا د مالِک خُدائ روح غصه دے؟ آيا هغه داسې کارونه کوى؟ آيا زما کلام ښۀ نۀ دے د هغوئ دپاره د چا لارې چې نېغې دى؟


څاروى او ګډې دې د هغوئ دپاره حلالې کړے شى څۀ؟ ولې په سمندر کښې ټول کبان به د هغوئ مړولو دپاره کافى وى؟“


خُدائ پاک د بنى آدم په شان نۀ دے، چې دروغ ووائى، هغه بنى آدم نۀ دے چې خپله فېصله بدله کړى. هغه چې کومه وعده وکړى، نو هغه پوره کوى، هغه چې څۀ وائى، نو هغه کوى.


خو عيسىٰ هغوئ ته وکتل او ورته يې وفرمائيل چې، ”د بنى آدم دپاره خو دا ناممکنه ده خو خُدائ پاک ته هر څۀ ممکن دى.“


زمکه او آسمان به فنا شى خو زما کلام به هيچرې فنا نۀ شى.


ځکه چې هيڅ يو کار د خُدائ پاک دپاره ناممکنه نۀ دے.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan