Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




شمېر 11:22 - Pakistani Yousafzai Pashto

22 څاروى او ګډې دې د هغوئ دپاره حلالې کړے شى څۀ؟ ولې په سمندر کښې ټول کبان به د هغوئ مړولو دپاره کافى وى؟“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




شمېر 11:22
11 Iomraidhean Croise  

نو د بادشاه خاص آفسر اليشع ته ووئيل، ”کۀ مالِک خُدائ د آسمان نه د غلو دانو د باران دروازې کولاو کړے هم وے، نو دا کار به ونۀ شى.“ اليشع ورته وفرمائيل، ”دا به تۀ په خپلو سترګو ووينې، خو تۀ به ترې نه هيڅ هم ونۀ خورې.“


زۀ دې ټولو خلقو له غوښه د کوم ځائ نه ورکړم؟ ځکه چې هغوئ ما ته ژاړى او زما نه غوښه غواړى.


موسىٰ مالِک خُدائ ته وفرمائيل، ”دلته زما سره شپږ لاکه خلق دى او تۀ وائې چې تۀ به هغوئ له د يوې مياشتې غوښه ورکړې؟


مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”زما د طاقت څۀ حد شته؟ تۀ به زر وګورې چې ما څۀ وئيلى دى چې هغه کيږى او کۀ نۀ کيږى.“


مريدانو جواب ورکړو چې، ”په دې خوشى بيابان کښې به دومره خلقو له مونږ روټۍ د کومه راوړو؟“


خو هغۀ ورته وفرمائيل چې، ”تاسو د ځانه دوئ له د خوراک څۀ ورکړئ چې وې خورى.“ هغوئ جواب ورکړو، ”ولې مونږ لاړ شُو او د دوو سوو دينارو روټۍ د دوئ د خوړلو دپاره واخلو؟“


مريدانو جواب ورکړو چې، ”په دې خوشى بيابان کښې به څوک دومره خلقو له روټۍ ورکړے شى؟“


زکرياه فرښتې ته وفرمائيل، ”زۀ څنګه په دې باور کولے شم؟ زۀ په خپله بوډا يم او زما ښځه هم بوډۍ ده.“


مريمې وفرمائيل چې، ”دا څنګه کېدے شى؟ زۀ خو لا وادۀ شوې هم نۀ يم.“


”دلته يو هلک دے چې ورسره د اوربشو پينځۀ روټۍ او دوه کبان شته، خو دا د دې دومره ډېرو خلقو دپاره هيڅ هم نۀ دى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan