21 موسىٰ مالِک خُدائ ته وفرمائيل، ”دلته زما سره شپږ لاکه خلق دى او تۀ وائې چې تۀ به هغوئ له د يوې مياشتې غوښه ورکړې؟
زۀ به تا له ډېر اولاد درکړم او هغوئ به يو لوئ قوم شى. زۀ به تا له برکت درکړم او عزتمند به دې کړم، نو ستا په وجه به نورو ته برکت ملاويږى.
بنى اِسرائيلو د رعمسيس نه سُکات پورې پېدل مزل وکړو. د ښځو او ماشومانو نه بغېر دا تقريباً شپږ لاکه سړى وُو.
کوم سړى چې په مردمشمارۍ کښې شامل شوى وُو هر يو کس د منلے شوى معيار په مطابق هغه مقرر شوے قيمت ورکړو. په مردمشمارۍ کښې شامل شوى سړى شپږ لاکه درې زره پينځۀ سوه پنځوس وُو چې د هغوئ عُمر شل کاله يا د دې نه زيات وو.
زۀ دې ټولو خلقو له غوښه د کوم ځائ نه ورکړم؟ ځکه چې هغوئ ما ته ژاړى او زما نه غوښه غواړى.
بلکې ټوله مياشت به يې خورئ، چې ستاسو د پوزو نه بهر راوځى او زړۀ به مو ترې موړ شى. هم داسې به وشى ځکه چې تاسو د مالِک خُدائ سپکاوے کړے دے کوم چې دلته ستاسو په مينځ کښې دے او تاسو هغۀ ته دا شکايت کړے دے چې مونږ ولې مِصر پرېښودلے دے.“
څاروى او ګډې دې د هغوئ دپاره حلالې کړے شى څۀ؟ ولې په سمندر کښې ټول کبان به د هغوئ مړولو دپاره کافى وى؟“
د بنى اِسرائيلو د ټولو لښکرو شمېر شپږ لاکه درې زره پينځۀ سوه او پنځوس کسان وُو چې قبيله په قبيله د هغوئ نومونه وليکلے شول.
ټول اِسرائيليان په شمېر کښې شپږ لاکه يو زر اووۀ سوه او دېرش سړى وُو.