16 مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”د بنى اِسرائيلو اويا مشران راجمع کړه چې هغوئ د مشرانو په توګه منلے شوى وى، هغوئ ما له زما د حضور خېمې ته راوله او هغوئ ته ووايه چې هغوئ هلته تا سره ودريږى.
د يوسف دوه زامن په مِصر کښې پېدا شوى وُو، کوم چې هلته لاړل د يعقوب د خاندان هغه ټول کسان په شمېر کښې اويا تنه وُو.
نو هغۀ د ټولو بنى اِسرائيلو نه قابل خلق خوښ کړل. او هغوئ يې په لسو، پنځوسو، سوونو او زرګونو کسانو مشران مقرر کړل.
مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل چې، ”ما ته تۀ، هارون، ندب، ابيهُو او د بنى اِسرائيلو اويا مشران بره غر ته راشئ، خو نزدې مۀ راځئ او د لرې نه ما ته سجده وکړئ.
موسىٰ، هارون، ندب، ابيهُو او د بنى اِسرائيلو هغه اويا مشران غرۀ ته وختل.
نو موسىٰ او هارون مِصر ته لاړل او د بنى اِسرائيلو ټول مشران يې په يو ځائ راغونډ کړل.
مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې، ”لاړ شه او د کُلال نه يو د خټو منګے په بيعه واخله. او ځان سره د خلقو يو څو مشران او لوئ اِمامان بوځه.
د بنى اِسرائيل د قوم اويا مشران هلته ولاړ وُو، او د هغوئ په مينځ کښې يازنياه د سافن زوئ هم ولاړ وو. او د هر يو مشر په لاس کښې د خوشبو سوزولو مجمر وو او ترې نه د خوشبو د لوګو لوخړې ختلې.
نو موسىٰ بهر ووتلو او چې مالِک خُدائ څۀ فرمائيلى وُو هغه يې خلقو ته وفرمائيل. هغۀ اويا مشران راجمع کړل او د خېمې نه ګېرچاپېره يې ودرول.
بيا موسىٰ داتن او ابيرام له روان شو او د بنى اِسرائيلو مشران هم ورسره شول.
د دې نه پس بيا مالِک نور دوه اويا کسان مقرر کړل او هغوئ يې دوه دوه کسان هر ښار او کلى ته د ځان نه وړاندې ولېږل، کومو ته چې د هغۀ د ورتلو اراده وه.
بيا هغه دوه اويا کسان خوشحاله واپس راغلل او وې وئيل چې، ”اے مالِکه، ستا په نوم پيريان هم زمونږ تابعدارى کوى.“
نو ما هغه هوښيار او تجربهکاره مشران واخستل چې تاسو د خپلو قبيلو نه خوښ کړى وُو او هغوئ مې ستاسو مشران جوړ کړل. چې څۀ د زرو، څۀ د سلو، څۀ د پنځوسو، او څۀ د لسو کسانو ذمه وار وُو. ما ستاسو د قبيلو دپاره نور مشران هم مقرر کړل.
په هر يو ښار کښې چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې درکوى په هغې کښې قاضيان او نور آفسران مقرر کړئ. دا سړى به د چا د طرفدارۍ نه بغېر فېصلې کوى.
د قبيلو ټول مشران او آفسران زما په وړاندې راغونډ کړئ، چې زۀ هغوئ ته دا خبرې وښايم، زۀ به آسمان او زمکه د هغوئ خِلاف ګواهان جوړ کړم.