11 او هغۀ مالِک خُدائ ته وفرمائيل، ”تۀ زما سره دومره بد سلوک ولې کوې؟ تۀ زما نه ولې نارضا يې؟ تا د دې ټولو خلقو ذمه وارى ما له ولې راکړې ده؟
زۀ به خُدائ پاک ته ووايم چې ما مۀ رد کوه، او تۀ چې په ما کوم اِلزام لګوې نو د هغې نه ما خبر کړه.
اے مالِکه خُدايه، کۀ تا، د ګناهونو حساب کړے وے، اے مالِکه خُدايه، نو څوک ستا مخکښې ودرېدے شى؟
او خپل خِدمتګار دې د عدالت دپاره مۀ راوله، ځکه چې ستا په وړاندې څوک هم بېګناه نۀ دى.
نو موسىٰ مالِک خُدائ ته مِنت زارى وکړه او وې فرمائيل، ”زۀ دې خلقو سره څۀ وکړم؟ دوئ خو زما سنګسارولو ته تيار دى.“
بيا موسىٰ مالِک خُدائ ته واپس وګرځېدو او ورته يې وفرمائيل، ”مالِکه خُدايه، تۀ د دې خلقو سره ولې بد سلوک کوې؟ تا زۀ ولې دلته رالېږلے يم؟
نو ما بيا ووئيل چې، کاش چې زۀ د مور نه پېدا شوے هم نۀ وے. زۀ چې چرته هم ځم نو هلته خلق زما مخالف دى او جنګ راسره کوى. نۀ مې چا ته قرض ورکړے دے او نۀ مې د چا نه قرض اخستے دے، خو بيا هم دوئ ټول په ما لعنت وائى.
زما درد ولې نۀ ختميږى؟ او زما زخمونه ولې لا علاجه دى او نۀ رغيږى؟ ستا مدد زما دپاره داسې نا باوره شو لکه موسمى لختى، لکه د هغه چينې په شان چې اوچه شوې وى.“
تاسو ووئيل چې، د خُدائ پاک خِدمت کول بېفائدې دى. مونږ د هغۀ د حکمونو په منلو او د مالِک خُدائ ربُ الافواج په حضور کښې په خپلو ګناهونو په ماتم کولو څۀ حاصل کړل؟ نه، هيڅ نه.
موسىٰ د ټولو خلقو شکايتونه واورېدل چې هغوئ قبيلې قبيلې د خپلو خېمو په دروازو کښې ولاړ وُو. هغه پرېشان وو ځکه چې مالِک خُدائ هغوئ ته په قهر وو،
کۀ تۀ زما سره هم دغه شان سلوک کوې، نو په ما رحم وکړه او ما ووژنه، کۀ تۀ زما نه رضا يې، نو ما د خپل غم ليدلو نه وساته.“
د دې خبرو نه علاوه، چې په ما کوم د روزانه غم دے هغه د ټولو جماعتونو دپاره زما په زړۀ کښې سوچ دے.
خو زۀ يواځې د لانجو فېصله کولو دا دومره لويه ذمه وارى څنګه برداشت کړم؟