Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




شمېر 11:10 - Pakistani Yousafzai Pashto

10 موسىٰ د ټولو خلقو شکايتونه واورېدل چې هغوئ قبيلې قبيلې د خپلو خېمو په دروازو کښې ولاړ وُو. هغه پرېشان وو ځکه چې مالِک خُدائ هغوئ ته په قهر وو،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




شمېر 11:10
19 Iomraidhean Croise  

هغوئ به په خپلو خېمو کښې غورېدل او د مالِک خُدائ تابعدارى يې ونۀ کړه.


مالِکه خُدايه، ولې زۀ د هغوئ نه نفرت ونۀ کړم څوک چې ستا نه نفرت کوى؟ او د هغوئ نه کرکه ونۀ کړم څوک چې ستا مخالفت کوى؟


ولې کله چې مالِک خُدائ د دوئ دا خبرې واورېدې نو ډېر زيات غصه شو، او د يعقوب خلاف اور راوچت شو، او د هغۀ غضب د بنى اِسرائيلو خلاف راوچت شو،


کله چې خُدائ پاک د دوئ نه خبر شو نو هغه ډېر په قهر شو، او هغۀ اِسرائيل په مکمل طور رد کړل.


نو ځکه مالِک خُدائ خپلو خلقو ته سخت په قهر دے او خپل لاس يې اوچت کړے دے چې هغوئ له سزا ورکړى. غرونه به وخوځيږى او چې څوک مړۀ شى نو د هغوئ لاشونه به په کوڅو کښې د ګند په شان پاتې شى. خو د مالِک خُدائ غصه به بيا هم نۀ وى سړه شوې او هغۀ به د سزا دپاره لاس اوچت کړے وى.


ستاسو د خپلې ګناه په وجه به هغه مُلک ستاسو د لاس نه ووځى کوم چې ما تاسو ته په ميراث کښې درکړے دے. زۀ به تاسو په هغه مُلکونو کښې چې تاسو يې نۀ پېژنئ دشمنانو ته د غلام په شکل حواله کړم. ځکه چې تاسو زما د غصې اور بل کړے دے او هغه به تل بليږى.“


نو کله چې خلقو د خپلو تکليفونو په حقله مالِک خُدائ ته شکايتونه شروع کړل، نو مالِک خُدائ دا واورېدل، نو هغه سخت غصه شو او په خلقو يې اور راولېږلو او اور د هغوئ خِلاف بل وو او د کېمپ بهرنى اړخ يوه برخه يې وسوزوله.


او هغۀ مالِک خُدائ ته وفرمائيل، ”تۀ زما سره دومره بد سلوک ولې کوې؟ تۀ زما نه ولې نارضا يې؟ تا د دې ټولو خلقو ذمه وارى ما له ولې راکړې ده؟


موسىٰ يو ډېر عاجز سړے وو، هغه د زمکې په مخ د ټولو خلقو نه زيات عاجز وو.


مالِک خُدائ هغوئ ته په قهر شو، او هغه لاړو


نو هغوئ د قورح، داتن او د ابيرام د خېمو نه لاړل. داتن او ابيرام بهر راوتلى وُو او د خپلو خېمو د دروازو په خُلو کښې، د خپلو ښځو سره، د خپلو بچو او د خپلو وړو ماشومانو سره ولاړ وُو.


او د خُدائ پاک او موسىٰ خِلاف يې خبرې شروع کړې. هغوئ ووئيل، ”تاسو مونږ ولې د مِصر نه راوويستلو د دې دپاره څۀ چې په دې صحرا کښې مړۀ شُو، چرته چې نۀ روټۍ شته او نۀ اوبۀ شته؟ نور مونږ دا بې‌کاره خوراک نۀ شُو برداشت کولے.“


خو کله چې عيسىٰ دا وليدل نو خفه شو او هغوئ ته يې وفرمائيل چې، ”ماشومان ما ته راپرېږدئ، دوئ مۀ منع کوئ ځکه چې د خُدائ پاک بادشاهى هم د داسې خلقو ده.


د دوئ د سختو زړونو په وجه هغۀ په غصه او افسوس ټولو ته وکتل او هغه سړى ته يې وفرمائيل چې، ”خپل لاس اوږد کړه.“ هغۀ لاس اوږد کړو او لاس يې روغ رمټ شو.


زما قهر به د اور په شان لمبې ووهى او په زمکه باندې هر څيز به وسوزوى. دا به لاندې دُنيا ته ورسيږى او د غرونو بېخونه به تباه کړى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan