36 او چې کله به د لوظ صندوق ودرېدلو، نو هغۀ به وفرمائيل، ”مالِکه خُدايه، بېشمېره بنى اِسرائيلو ته راواپس شه.“
او دوئ د رِبقې دپاره برکت وغوښتلو او ورته يې ووئيل چې، ”خورې تۀ دې د زرګونو مور شې، ستا اولاد دې د خپلو دشمنانو په ښارونو بريالے شى.“
مالِکه خُدايه پاڅه او خپل مقدس عرش ته دې راشه، خپل د لوظ صندوق سره چې ستا د قدرت نښه ده.
اے مالِکه خُدايه، تا ولې مونږ دې ته مجبور کړو چې ستا لارې نه واوړُو؟ او زمونږ زړونه دې ولې دومره سخت کړل چې ستا نه نۀ يريږو؟ د خپلو خِدمت کوونکو د خاطره راوګرځه، د هغه قبيلو د خاطره چې ستا ميراث دے.
مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو د آسمان د ستورو په شان بېشمېره کړى يئ.