35 چې کله به هم د لوظ صندوق روان شو، نو موسىٰ به وفرمائيل، ”مالِکه خُدايه، پاڅه، خپل دشمنان خوارۀ وارۀ کړه او هغه خلق چې څوک ستا نه نفرت کوى هغوئ دې ته مجبور کړه چې وتښتى.“
مالِکه خُدايه پاڅه او خپل مقدس عرش ته دې راشه، خپل د لوظ صندوق سره چې ستا د قدرت نښه ده.
خلاصون د مالِک خُدائ نه راځى. ستا په خلقو ستا برکت دې همېشه وى.
پاڅه، اے مالِکه خُدايه، بنى آدم چې سرکشى ونۀ کړى، د قومونو دې عدالت ستا د وړاندې وشى.
څوک به ما سره د بدکارانو خلاف راپاڅى؟ او څوک به زما دپاره د بدعملو خلاف ودريږى؟
اے مالِکه خُدايه، پاڅه. ويښ شه او زمونږ مدد وکړه. د خپل طاقت نه کار واخله او مونږ بچ کړه، خپل طاقت داسې استعمال کړه لکه څنګه دې چې مخکښې استعمالولو. دا تۀ وې چې سمندرى بلا راحب دې ټوټې ټوټې کړه.
چې زۀ به خپله ځلېدونکې تُوره تېره کړم او وبه ګورم چې اِنصاف وشى. زۀ به د خپلو دشمنانو نه بدل واخلم او هغوئ له به سزا ورکړم چې څوک زما نه نفرت کوى.
او څوک چې ترې نه نفرت کوى نو په بدل کښې به هغه تباه کړى. هغه به هغه چا له په سزا ورکولو کښې سستى ونۀ کړى څوک چې د هغۀ نه نفرت وکړى.
کله چې هغه ژوندى پاتې شوى کسان واپس خېمو ته راغلل، نو د بنى اِسرائيلو مشرانو ووئيل، ”مالِک خُدائ فلستيان ولې پرېښودل چې مونږ له شکست راکړى؟ ځئ چې لاړ شُو او د سيلا نه د مالِک خُدائ د لوظ صندوق راوړُو، نو دا به زمونږ سره ځى او مونږ به د خپلو دشمنانو نه بچ کوى.“