34 چې هغوئ به چرته خېمې وړلې، نو د ورځې به د مالِک خُدائ وريځ د هغوئ دپاسه وه.
د وريځې د ستنې په ذريعه تا هغوئ د ورځې په وخت بوتلل، او د شپې په وخت دې د اور د ستنې په ذريعه د هغوئ په لار کښې رڼا جوړوله.
خو هغوئ دې هلته په صحرا کښې پرې نۀ ښودل، ځکه چې ستا رحم ډېر لوئ دے. تا نۀ د وريځې او نۀ د اور ستن لرې کړه چې د شپې او ورځې يې ورته لار ښودله.
د هغوئ د پټولو دپاره يې وريځ راخوره کړله، او اور يې راولېږلو چې شپه يې ورله رڼا کړله.
چې هغوئ کوم ځائ ته هم سفر کولو نو د ورځې به يې د مالِک خُدائ د حضور وريځ د خېمې دپاسه ليدله او د شپې به يې په وريځو کښې بل شوے اور ليدلو.
چې کله به هم د لوظ صندوق روان شو، نو موسىٰ به وفرمائيل، ”مالِکه خُدايه، پاڅه، خپل دشمنان خوارۀ وارۀ کړه او هغه خلق چې څوک ستا نه نفرت کوى هغوئ دې ته مجبور کړه چې وتښتى.“