32 کۀ تۀ مونږ سره لاړ شې، نو چې مالِک خُدائ مونږ له څومره برکتونه هم راکوى نو په هغې کښې به ستا حِصه وى.“
د هغوئ سره د يو اِسرائيلى په شان سلوک کوئ او د هغوئ سره د خپل ځان په شان مينه ساتئ. ياد ساتئ، تاسو هم په يو وخت کښې د مِصر په مُلک کښې مسافر وئ. زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم.
هغه دا ګورى چې د يتيمانو او کونډو سره ښۀ سلوک کيږى او کۀ نه، هغه د مسافرو سره مينه کوى کوم چې زمونږ خلقو سره اوسيږى او هغوئ له خوراک او جامې ورکوى.
څۀ چې مونږ ليدلى او اورېدلى دى، مونږ هغه تاسو ته بيانوو د دې دپاره چې تاسو مونږ سره په کښې شريک شئ او په رښتيا مونږ د پلار او د هغۀ د زوئ عيسىٰ مسيح سره شراکت وساتو.
د موسىٰ د سخر اولاد قينيان د کجورو د ونو ښار يريحو نه د يهوداه خلقو سره روان وُو، د يهوداه صحرا ته داخل شول. هغوئ په جنوب کښې د عراد د ښار سره نزدې، خلقو سره اوسېدل.
په دې دوران کښې قينى حِبر په ضعننيم کښې د څېړۍ ونې سره نزدې د قادِس سره خپله خېمه لګولې وه. هغه د نورو قينيانو نه لرې تلے وو، چې هغوئ د موسىٰ د اوخى حوباب اولاد وو.
يونتن هغه وسله وړُونکى زلمى ته ووئيل، ”راځه چې د هغه ناسنته خلقو قلعې ته ورواوړُو. کېدے شى چې مالِک خُدائ زمونږ مدد وکړى، مالِک خُدائ د ډېرو يا د لږو خلقو په ذريعه هم خلاصون ورکولے شى او داسې يو څيز هم نشته چې هغه رايسار کړى.“