31 موسىٰ ورته وفرمائيل، ”زۀ تا ته مِنت کوم چې زمونږ نه مۀ ځه، تا ته پته ده چې مونږ به په صحرا کښې چرته خېمې ولګوو او تۀ به مونږ ته لار ښائې.
زۀ د ړندو دپاره سترګې وم، او د ګوډيانو دپاره پښې وم.
مالِک خُدائ فرمائى، زۀ به تا ته ښۀ او نېغه لار ستا د ژوند دپاره دروښايم. زۀ به تا ته نصيحت کوم او په تا به نظر ساتم.
کۀ تۀ مونږ سره لاړ شې، نو چې مالِک خُدائ مونږ له څومره برکتونه هم راکوى نو په هغې کښې به ستا حِصه وى.“
تاسو په خپلو کښې د يو بل بوج اوچتوئ نو په دې طريقه به تاسو د مسيح شريعت پوره کړئ.