30 حوباب ووئيل، ”نه، زۀ واپس خپل مُلک ته ځم چې د خپلو خلقو سره يم.“
په يو وخت کښې مالِک خُدائ ابرام ته وفرمائيل، ”خپل وطن، د پلار کور او خپل خپلوان پرېږده او هغه مُلک ته لاړ شه چې زۀ يې درته ښايم.
ما ته پته وه چې تۀ ځې ځکه چې تۀ واپس کور له تلو ته ډېر بېصبره وې، خو زما د کور هغه بُتان دې ولې پټ کړل؟“
اے شهزادګۍ، ما ته غوږ شه، څۀ چې درته زۀ وايم په هغې غور وکړه، د خپل پلار کور او خپل خلق هېر کړه.
بيا موسىٰ يترو رُخصت کړو او يترو خپل مُلک ته واپس لاړو.
خو تاسو په دې حقله څۀ خيال کوئ چې د يو سړى دوه زامن وُو. هغه اول مشر له ورغلو او ورته يې ووئيل چې زويه، لاړ شه او نن د انګورو په باغ کښې کار وکړه.
هلک ورته جواب ورکړو چې پلاره، زۀ نۀ ځم، خو وروستو هغه پښېمانه شو او لاړو.
”هغه څوک چې زما مريد جوړېدل غواړى نو کۀ هغه د خپل مور، پلار، ښځې، بچو، وروڼو، خوېندو او د خپل ځان نه زړۀ صبر نۀ کړى نو هغه زما مريد جوړېدے نۀ شى.
نو اوس مونږ چا ته په انسانى نظر نۀ ګورو، لکه څنګه چې مونږ هم مسيح ته يو وخت په انسانى نظر کتل خو اوس داسې نۀ کوُو.
هغه ټول خلق مړۀ شول د چا چې تر مرګ پورې د خُدائ پاک په ورکړے شوى لوظ ايمان وو. هغوئ ته هغه څۀ مِلاو نۀ شو د کوم څيز چې لوظ شوے وو خو هغوئ د لرې نه دا وليدو او ورته خوشحاله شول. هغوئ دا خبره قبوله کړه چې په زمکه هغوئ مسافر او غېر مُلکيان وُو.
د ايمان په وسيله کله چې اِبراهيم وبللے شو نو هغه حُکم يې ومنلو او هغه ځائ ته لاړو کوم چې هغۀ ته په ميراث کښې ملاوېدونکے وو، او ورته دا پته نۀ وه چې چرته روان دے خو بيا هم د خپل مُلک نه روان شو.
د موسىٰ د سخر اولاد قينيان د کجورو د ونو ښار يريحو نه د يهوداه خلقو سره روان وُو، د يهوداه صحرا ته داخل شول. هغوئ په جنوب کښې د عراد د ښار سره نزدې، خلقو سره اوسېدل.