28 نو داسې، اِسرائيليان قبيله په قبيله، په دې ترتيب روان وُو، چې کله به هم هغوئ خېمې وړلې او سفر يې کولو.
”دا څوک ده چې لکه د سحر د رڼا په شان راوچتيږينه، لکه د سپوږمۍ په شان ښائسته، او د نمر په شان ځليږينه، او په يو ځل ليدو دې ما نه زړګے وړے دېنه.“
او د نفتالى قبيلې مشر اخيرع زوئ د عينان وو.
موسىٰ خپل اوښى حوباب ته وفرمائيل چې د يترو ميديانى زوئ وو، ”مونږ هغه ځائ ته په سفر روانېږُو چې مالِک خُدائ فرمائيلى دى چې هغه به يې مونږ له راکړى. هغۀ وعده کړې ده چې هغه به اِسرائيليان مالدار کړى، نو مونږ سره لاړ شه او مونږ به تا سره ښېګړه وکړُو.“
بنى اِسرائيلو هم هغه شان وکړل چې څنګه مالِک خُدائ موسىٰ ته حُکم کړے وو. هغوئ هر يو د خپلې جنډې لاندې خېمې ودرولې او هر يو د خپلې قبيلې سره روان وو.
ځکه چې خُدائ پاک د بد نظمۍ نه، بلکې د امن خُدائ دے. لکه چې د مقدسينو په ټولو جماعتونو کښې دے
خو هر يو کار صحيح او ترتيب سره کوئ.
کۀ څۀ هم چې زۀ اوس ستاسو نه لرې يم خو په روح کښې تاسو سره يم، او زۀ په دې خوشحاله يم چې تاسو وګورم چې څومره په ښې طريقې سره ژوند تېروئ او په مسيح باندې ستاسو ايمان پوخ او مضبوط دے.