Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




شمېر 10:21 - Pakistani Yousafzai Pashto

21 بيا به قُهاتيان روان شول، هغوئ به مقدس سامان وړلو. چې هغوئ به کوم وخت د خېمو بل ځائ ته ورسېدل، نو خېمه به بيا ودرولے شوې وه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




شمېر 10:21
11 Iomraidhean Croise  

بيا هغۀ وفرمائيل، ”صِرف ليويان به د لوظ صندوق وړى، ځکه چې هغوئ هغه څوک دى چې مالِک خُدائ د دې د وړلو دپاره خوښ کړى دى او چې د همېشه دپاره د هغۀ خِدمت کوى.“


دا قبيله په قبيله او خاندان په خاندان د ليوى اولاد دے، چې د هغوئ هر يو نومونه ليکلے شوى وُو. د هغۀ د اولاد هر يو کس د مالِک خُدائ په کور کښې خِدمت کولو چې د هغوئ عُمر شل کاله يا د دې نه زيات وو.


هر کله چې تاسو خېمې بل ځائ ته اوړئ نو ليويان به مقدسه خېمه راټولوى او په هر يو نوى ځائ کښې به يې لګوى. بل هر څوک چې مقدسې خېمې ته ورنزدې شى نو وبه وژلے شى.


بيا به خېمه راکوزه کړے شوه او د جيرسون او مرارى قبيلې به روانې شوې، چې هغوئ به خېمه وړله.


اِلياسف زوئ د دعو‌اېل د جاد قبيلې مشر وو.


بيا دې د اولنو دوه لښکرو او د وروستنو دوه لښکرو په مينځ کښې ليويان روان شى چې مقدسه خېمه يوسى. هر يو لښکر به هم په هغه ترتيب روان وى چې څنګه خېمې ودروى، هر يو به په خپل خپل ځائ د خپلې جنډې لاندې وى.


خو کۀ قُهاتيان مقدسې خېمې ته دننه لاړل او اِمامان يې وليدل چې د مقدسو څيزونو د وړلو تيارے کوى، نو دوئ به مړۀ شى.“


خو قُهاتيانو له يې ګاډۍ يا غوَيان ورنۀ کړل، ځکه چې هغوئ د کومو مقدسو څيزونو ساتنه کوله هغه هغوئ په اوږو باندې وړلے شول.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan