2 ”د ټکېدلے شوو سپينو زرو نه دوه بيګلې جوړې کړه چې د خلقو په يو ځائ راغونډولو او د خېمو د وړلو د خبر دپاره استعماليږى.
د سپينو زرو پيالو، جامونو، بيګلو، د ډيوو سرپوښونه، يا د سرو زرو يا سپينو زرو نورو سامانونو دپاره څۀ پېسې هم نۀ وې استعمال شوې.
د نوې مياشتې په ليدو سره بيګل ووهئ، او زمونږ د اختر د ورځې په راتلو سره کله چې سپوږمۍ پوره وى.
بختور دى هغوئ څوک چې ستا د خوشحالۍ آواز پېژنى او ستا ثناء صِفت کوى، اے مالِکه خُدايه، څوک چې ستا د حضور په نُور کښې قدم اوچتوى.
د ټکېدلے شوو سرو زرو نه دوه د وزرو والا مخلوق ورله جوړ کړه،
د سوچه سرو زرو نه يو ډيوټ جوړ کړه. د دې بېخ او د دې ډنډا د ټکېدلے شوو سرو زرو نه جوړ کړه، د دې د ښۀ ښکارېدلو دپاره ګلونه، سره د غوټو او پاڼو جوړ کړه، چې د دې سره يوه ټُکړه شى.
تاسو چې ما له کومې نذرانې راوړئ دا بېفائدې دى. تاسو چې د خوشبويۍ کومې مصالحې سوزوئ نو د هغې نه زۀ نفرت کوم. زۀ ستاسو د نوې مياشتې اخترونه، ستاسو د سبت ورځې او ستاسو مذهبى اجتماعګانې نۀ شم برداشت کولے، دا هر څۀ ستاسو د ګناهونو په وجه خراب شوى دى.
په يهوداه کښې اعلان وکړئ او يروشلم ته اِطلاع ورکړئ او ورته ووايئ، ”په ټول مُلک کښې بيګل وغږوئ. په زوره چغې ووهئ. او ورته ووايئ، راشئ، محفوظو ښارونو کښې پناه واخلئ.
”د خبردارى دپاره بيګل وغږوئ. دشمنان د ټپوس په شان د مالِک خُدائ په کور راغوټه کيږى، ځکه چې هغوئ ما سره لوظ مات کړے دے او زما د شريعت خِلافورزى يې کړې ده.
د مقدسې روژې نيولو اعلان وکړئ، او د خلقو مقدسه اجتماع راوغواړئ. مشران او د مُلک ټول خلق د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک کور ته راوغواړئ او مالِک خُدائ ته وژاړئ.
په صيون کښې بيګل وغږوئ، او زما په مقدس غرۀ د جنګ اعلان وکړئ. او د دې مُلک اوسېدونکى دې ټول د يرې نه ولړزيږى، ځکه چې د مالِک خُدائ د قيامت ورځ راتلونکى ده، بلکې نزدې ده.
بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل،
د قوم د راغونډولو د خبر دپاره به بيګلې غږولے شى. خو دا آواز به لنډ نۀ وى.
يو مالِک دے، يو ايمان، يوه بپتسمه ده،