13 هغوئ د موسىٰ په ذريعه د مالِک خُدائ د حُکم په مطابق سفر شروع کړو،
او هر ځل چې هغوئ تلل، نو هغوئ به هم په هغه ترتيب باندې وُو. څوک چې د يهوداه قبيلې د لښکر د جنډې لاندې وُو هغوئ قبيله په قبيله اول روان شول، د هغوئ مشر نحشون زوئ د عمىنداب وو.
کله کله به وريځ صِرف يو څو ورځې د خېمې دپاسه ايساره وه، نو په هر حالت کښې، هغوئ د مالِک خُدائ د حُکم په مطابق په خپلو خېمو کښې ايسارېدل يا به يې سفر کولو.
کوم حُکمونه چې مالِک خُدائ د موسىٰ په ذريعه ورکړى وُو هغوئ د هغې په مطابق خېمې ودرولې او وړلې.
”کله چې مونږ د سينا غرۀ سره وُو نو مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک مونږ ته وفرمائيل چې تاسو د دې غرۀ سره ډېر زيات ايسار شوى يئ.