Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




شمېر 1:54 - Pakistani Yousafzai Pashto

54 نو بنى اِسرائيلو هم هغه شان وکړل څنګه چې مالِک خُدائ موسىٰ ته حُکم کړے وو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




شمېر 1:54
17 Iomraidhean Croise  

بيا بنى اِسرائيل لاړل او هغه شان يې وکړل چې څنګه مالِک خُدائ موسىٰ او هارون له حُکم ورکړے وو.


د مالِک خُدائ د حضور خېمې ټول کار په ښۀ توګه سر ته ورسېدو. بنى اِسرائيلو هر څۀ هم هغه شان وکړل چې څنګه مالِک خُدائ موسىٰ له حُکم ورکړے وو.


موسىٰ هغه ټول کار ته وکتل او وې ليدل چې هغوئ دا په صحيح توګه هم هغه شان کړے وو څنګه چې مالِک خُدائ حُکم کړے وو. نو موسىٰ د هغوئ دپاره برکت وغوښتلو.


موسىٰ هر څۀ هم هغه شان وکړل چې څنګه مالِک خُدائ حُکم ورکړے وو.


چې کله هغوئ دننه خېمې ته يا قربان‌ګاه ته ورتلل، لکه څنګه چې مالِک خُدائ حُکم ورکړے وو.


هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ حُکم ورکړے وو. د سينا په بيابان کښې، موسىٰ خلق وشمېرل.


خو ليويان به د مقدسې خېمې د حِفاظت دپاره د دې نه ګېرچاپېره خېمې ولګوى، چې څوک نزدې رانۀ شى، هسې نه چې د بنى اِسرائيلو قوم ته زۀ په قهر شم.“


بيا مالِک خُدائ موسىٰ او هارون ته دا اصُول وښودل.


بنى اِسرائيلو هم هغه شان وکړل چې څنګه مالِک خُدائ موسىٰ ته حُکم کړے وو. هغوئ هر يو د خپلې جنډې لاندې خېمې ودرولې او هر يو د خپلې قبيلې سره روان وو.


نو د صِلافحاد لوڼو، محلاه، تِرضاه، حجلاه، مِلکاه او نوعاه هم هغه شان وکړل چې څنګه مالِک خُدائ موسىٰ له حُکم ورکړے وو او هغوئ خپلو د ترونو زامنو سره ودونه وکړل.


نو موسىٰ، هارون او ټولو بنى اِسرائيلو ليويان وقف کړل، هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ موسىٰ ته حُکم کړے وو.


کۀ وريځ به دوه ورځې، مياشت، کال، يا زياته د مقدسې خېمې دپاسه ولاړه وه، نو هغوئ به سفر نۀ کولو، خو چې کله به وريځ اوچته شوه، نو هغوئ به سفر کولو.


او د اولنۍ مياشتې د څوارلسمې ورځې په ماښام بنى اِسرائيلو د سينا په بيابان کښې هغه هر څۀ وکړل چې څنګه مالِک خُدائ موسىٰ له حُکم ورکړے وو.


او دا تعليم ورکوئ چې په هغه ټولو خبرو عمل کوئ چې ما تاسو ته حکم کړے دے. او دا يقين ساتئ چې زۀ به تل او تر قيامته پورې تاسو سره يم.“


هغه هر څۀ کوئ چې ما يې حُکم درکړے دے، په دې کښې مۀ څۀ کموئ او مۀ څۀ زياتوئ.


سموئيل ورته وفرمائيل، ”مالِک خُدائ په سوزېدونکو نذرانو او قربانو باندې زيات خوشحاليږى او يا کۀ د هغۀ په خبره منلو باندې خوشحاليږى؟ بې‌شکه، تابعدارى د قربانۍ نه بهتره ده او د هغۀ په خبره عمل کول د ګډانو د وازګې د نذرانې نه بهتر دى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan