Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




شمېر 1:4 - Pakistani Yousafzai Pashto

4 د هرې قبيلې نه يو يو مشر راوغواړه چې ستا مدد وکړى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




شمېر 1:4
19 Iomraidhean Croise  

بيا سليمان بادشاه د بنى اِسرائيلو مشران او د ډلو ټول مشران راوغوښتل چې يروشلم ته راشى او د لوظ صندوق د داؤد د ښار صيون نه د مالِک خُدائ کور ته يوسى.


د دې نه علاوه، تۀ يو څو قابل کسان هم خوښ کړه او هغوئ په لسو، پنځوسو، سوونو او زرګونو کسانو باندې مشران مقرر کړه. هغوئ دې داسې سړى وى چې د خُدائ پاک نه يريږى، چې اعتبارى وى او رشوت خوارۀ نۀ وى.


نو هغۀ د ټولو بنى اِسرائيلو نه قابل خلق خوښ کړل. او هغوئ يې په لسو، پنځوسو، سوونو او زرګونو کسانو مشران مقرر کړل.


او په يوه امسا باندې د هارون نوم وليکه چې کومه د ليوى قبيلې دپاره وى، د هرې قبيلې د مشر دپاره به يوه يوه امسا وى.


کوم سړے چې د ميديانې ښځې سره وژلے شوے وو د هغۀ نوم زِمرى وو، هغه د سلو زوئ وو، چې د شمعون په قبيلې کښې د يو خاندان مشر وو.


او موسىٰ ته يې وفرمائيل، ”د بنى اِسرائيلو ټول مشران بوځه او د خلقو په وړاندې يې پهانسى کړه، نو بيا به زما سخته غصه د بنى اِسرائيلو نه سړه شى.“


موسىٰ د بنى اِسرائيلو د قبيلو مشرانو ته دا اصُول وښودل.


موسىٰ، هارون او د بنى اِسرائيلو نورو مشرانو د مالِک خُدائ حُکم ومنلو او ليويان يې قبيله په قبيله او خاندان په خاندان وشمېرل، چې معلوم کړى چې څومره سړى شته چې عُمر يې د دېرشو کالو نه تر پنځوسو کالو پورې وى او چې په مقدسه خېمه کښې کار کولے شى. دوه زره اووۀ سوه او پنځوس قُهاتيان وُو، دوه زره شپږ سوه او دېرش جيرسونيان وُو او درې زره او دوه سوه مراريان وُو. دا ټول په شمېر کښې اتۀ زره پينځۀ سوه او اتيا کسان وُو.


بيا د بنى اِسرائيلو د قبيلو مشران، کوم چې د مردم‌شمارۍ مشران وُو


نو ما هغه هوښيار او تجربه‌کاره مشران واخستل چې تاسو د خپلو قبيلو نه خوښ کړى وُو او هغوئ مې ستاسو مشران جوړ کړل. چې څۀ د زرو، څۀ د سلو، څۀ د پنځوسو، او څۀ د لسو کسانو ذمه وار وُو. ما ستاسو د قبيلو دپاره نور مشران هم مقرر کړل.


بيا لس مشران د فينحاس سره لاړل، چې هر يو د بنى اِسرائيلې قبيلې مشر وو او هر يو په قبيلو کښې د کورَنو مشر وو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan