Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




شمېر 1:3 - Pakistani Yousafzai Pashto

3 چې عُمر يې شل کاله يا د دې نه زيات وى او چې جنګ کولے شى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




شمېر 1:3
16 Iomraidhean Croise  

هغوئ بادشاه له د هغه ټولو سړو شمېر ورکړو چا چې جنګ کولے شو، اتۀ لاکه سړى په اِسرائيل کښې او پينځۀ لاکه په يهوداه کښې وُو.


د روبين، جاد او د نمرخاتۀ طرف منسى په قبيلو کښې څلور څلوېښت زره اووۀ سوه او شپېتۀ فوجيان وُو، چې د ډالونو، تُورو او غشو په وړلو او استعمالولو باندې ښۀ پوهېدل.


امصياه بادشاه د يهوداه او د بنيامين د قبيلو ټول سړى د خپلو خپلو کورَنو په مطابق په فوجى ډلو کښې رايوځائ کړل او د زرو کسانو د ډلو او د سلو کسانو د ډلو دپاره يې فوجى مشران مقرر کړل. په دې کښې هغه ټول سړى شامل وُو چې عُمر يې شل کاله يا د دې نه زيات وو، چې ټول درې لاکه وُو. هغوئ خوښ کړے شوى فوجيان وُو، د جنګ دپاره تيار وُو او د نېزو او ډالونو په استعمالولو کښې تکړه وُو.


د پتيرې روټۍ اختر کوئ، ځکه چې دا هغه ورځ ده چې ما تاسو د مِصر نه قبيله په قبيله راوويستلئ. تاسو به په راتلونکى وختونو کښې همېشه په دې ورځ اختر کوئ.


هر يو کس به په دې مردم‌شمارۍ کښې شمېرلے شى، د هر يو کس عُمر چې شل کاله يا د شلو کالو نه زيات وى، نو هغه به دا قيمت ورکوى.


کوم سړى چې په مردم‌شمارۍ کښې شامل شوى وُو هر يو کس د منلے شوى معيار په مطابق هغه مقرر شوے قيمت ورکړو. په مردم‌شمارۍ کښې شامل شوى سړى شپږ لاکه درې زره پينځۀ سوه پنځوس وُو چې د هغوئ عُمر شل کاله يا د دې نه زيات وو.


تاسو به مړۀ شئ او ستاسو لاشونه به په صحرا کښې خوارۀ وارۀ پراتۀ وى. ځکه چې تاسو زما خِلاف شکايت کړے دے، ستاسو يو کس به هم هغه مُلک ته ورننه نۀ وځى چې عُمر يې د شلو کالو نه زيات وى.


”د بنى اِسرائيلو د ټول قوم د کورَنو په مطابق مردم‌شمارى وکړئ، د هغو ټولو سړو چې عُمر يې شل کاله يا د دې نه زيات وى او چې جنګ کولے شى.“


چې د ليويانو د قبيلو او کورَنو نومونه وليکى، هغه هر يو نر دې وشمېرى چې عُمر يې د يوې مياشتې يا د دې نه زيات وى،


”دوئ زما په لاره روان نۀ دى، نو زۀ قسم کوم چې کوم خلق د مِصر نه راوتلى دى هغه يو سړے به هم هغه مُلک ته ورننه نۀ وځى چې عُمر يې شل کاله يا د دې نه زيات وى چې د کوم مُلک لوظ ما د اِبراهيم، اِسحاق او د يعقوب سره کړے وو.


بنى اِسرائيلو د لښکرو په شکل کښې په دې مرحلو کښې سفر وکړو او د موسىٰ او هارون په مشرۍ کښې د مِصر نه لاړل.


او د هغه ټولو سړو نومونه دې وليکلے شى چې د هغوئ عُمر د دېرشو کالو نه تر پنځوسو کالو پورې وى او چې د مالِک خُدائ د حضور په مقدسه خېمه کښې کار کولے شى.


کله چې يو سړے نوے وادۀ وکړى، نو هغه دې د جنګ دپاره فوج ته نۀ شى لېږلے او نۀ دې ترې نه کار اخستلے شى، يو کال به هغۀ ته کار معاف وى، نو چې داسې هغه په کور کښې پاتې شى او ښځه خوشحاله کړى.


هم په هغه وخت، ما هغوئ ته دا اصُول وښودل، مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک د اُردن نمرخاتۀ طرف ته دا مُلک د نيولو دپاره تاسو له درکړے دے. خپلو جنګى سړو له وسله ورکړئ او هغوئ د بنى اِسرائيلو د نورو قبيلو نه مخکښې د اُردن نه پورې ولېږئ، چې په هغه مُلک نيولو کښې د هغوئ مدد وکړى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan