Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




شمېر 1:20 - Pakistani Yousafzai Pashto

20-46 هغه ټول سړى چې عُمر يې شل کاله يا د شلو کالو نه زيات وو او چې جنګ يې کولے شو نو د هغوئ نومونه د قبيلو او کورَنو په مطابق وليکلے شول، شروع د روبين د قبيلې نه وشوه، چې د يعقوب مشر زوئ وو. ټول شمېر دا دے. د روبين اولاد شپږ څلوېښت زره او پينځۀ سوه کسان وُو، د شمعون اولاد يو کم شپېتۀ زره او درې سوه کسان وُو، د جاد اولاد پينځۀ څلوېښت زره شپږ سوه او پنځوس کسان وُو، د يهوداه اولاد څلور اويا زره او شپږ سوه کسان وُو، د يساکار اولاد څلور پنځوس زره او څلور سوه کسان وُو، د زبولون اولاد اووۀ پنځوس زره او څلور سوه کسان وُو، د اِفرائيم اولاد څلوېښت زره او پينځۀ سوه کسان وُو، د منسى اولاد دوه دېرش زره او دوه سوه کسان وُو، د بنيامين اولاد پينځۀ دېرش زره او څلور سوه کسان وُو، د دان اولاد دوه شپېتۀ زره او اووۀ سوه کسان وُو، د آشر اولاد يو څلوېښت زره او پينځۀ سوه کسان وُو، د نفتالى اولاد درې پنځوس زره او څلور سوه کسان وُو. دا ټول په شمېر کښې شپږ لاکه درې زره او پينځۀ سوه پنځوس کسان وُو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




شمېر 1:20
8 Iomraidhean Croise  

لِياه اُميدواره شوه او يو زوئ يې پېدا شو. هغې وفرمائيل، ”مالِک خُدائ زۀ په تکليف کښې ليدلې يم او اوس به زما خاوند زما سره مينه کوى.“ نو د هغۀ نوم يې روبين کېښودو.


دا د لِياه زامن دى، روبين د يعقوب مشر زوئ، شمعون، ليوى، يهوداه، يساکار او زبولون.


او د روبين زامن، حنوک، فلو، حصرون او کرمى.


دا د روبين اولاد دے چې هغه د يعقوب مشر زوئ وو. هغۀ د خپل پلار د بلې ښځې سره د زنا کولو په وجه د خپل پلار بې‌عزتى وکړه نو چې د مشرى زوئ کوم حقُونه هغۀ لرل، هغه ختم شول او هغه حقُونه يوسف ته مِلاو شول.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan