2 ”تۀ او هارون د ټولو بنى اِسرائيلو د قبيلو او کورَنو مردمشمارى وکړئ. د هغه ټولو سړو نومونه وليکئ
بنى اِسرائيلو د رعمسيس نه سُکات پورې پېدل مزل وکړو. د ښځو او ماشومانو نه بغېر دا تقريباً شپږ لاکه سړى وُو.
”کله چې تۀ د بنى اِسرائيلو مردمشمارى کوې، نو هر يو سړے به ما له د خپل ژوند قيمت راکوى، چې کله مردمشمارى کيږى، نو هيڅ بلا به ورباندې نۀ راځى.
د بنى اِسرائيلو د مردمشمارۍ په وخت چې کوم سپين زر راجمع شوى وُو، هغه درې زره څلور سوه او دېرش کلو وُو،
کوم سړى چې په مردمشمارۍ کښې شامل شوى وُو هر يو کس د منلے شوى معيار په مطابق هغه مقرر شوے قيمت ورکړو. په مردمشمارۍ کښې شامل شوى سړى شپږ لاکه درې زره پينځۀ سوه پنځوس وُو چې د هغوئ عُمر شل کاله يا د دې نه زيات وو.
د دوېمې مياشتې په اوله ورځ د بنى اِسرائيلو ټول قوم راغونډ کړو او د ټولو خلقو نومونه يې د قبيلو او کورَنو په مطابق وليکل. د هغه ټولو سړو نومونه وليکلے شول او وشمېرلے شول چې عُمر يې شل کاله يا د دې نه زيات وو،
هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ حُکم ورکړے وو. د سينا په بيابان کښې، موسىٰ خلق وشمېرل.