19 هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ حُکم ورکړے وو. د سينا په بيابان کښې، موسىٰ خلق وشمېرل.
سليمان بادشاه د هغه ټولو مسافرو مردمشمارى وکړه چې هغوئ د بنى اِسرائيل په مُلک کښې اوسېدل، هم هغه شان مردمشمارى څنګه چې د هغۀ پلار داؤد اخستې وه. هلته يو لاک درې پنځوس زره او شپږ سوه مسافر اوسېدونکى وُو.
موسىٰ هر څۀ هم هغه شان وکړل چې څنګه مالِک خُدائ حُکم ورکړے وو.
چې کله هغوئ دننه خېمې ته يا قربانګاه ته ورتلل، لکه څنګه چې مالِک خُدائ حُکم ورکړے وو.
”تۀ او هارون د ټولو بنى اِسرائيلو د قبيلو او کورَنو مردمشمارى وکړئ. د هغه ټولو سړو نومونه وليکئ
نو بنى اِسرائيلو هم هغه شان وکړل څنګه چې مالِک خُدائ موسىٰ ته حُکم کړے وو.
بنى اِسرائيلو هم هغه شان وکړل چې څنګه مالِک خُدائ موسىٰ ته حُکم کړے وو. هغوئ هر يو د خپلې جنډې لاندې خېمې ودرولې او هر يو د خپلې قبيلې سره روان وو.
دا ټولې قبيلې موسىٰ او اِلىعزر په هغه وخت وشمېرلې چې د اُردن سيند نه پورې يريحو ته مخامخ د موآب په مېدانونو کښې يې د بنى اِسرائيلو مردمشمارى وکړه.
او د مالِک خُدائ د فرمان په مطابق يې هغه هارون او د هغۀ زامنو له ورکړې.