9 تا وکتل چې زمونږ پلار نيکۀ په مِصر کښې څومره کړېدلى وُو، تا د بحرِقُلزم سره د هغوئ د مدد دپاره فرياد واورېدو.
چې کله بنى اِسرائيلو د مالِک خُدائ هغه لوئ قُدرت وليدو کوم چې هغۀ د مِصريانو خِلاف ښودلے وو، نو دوئ د مالِک خُدائ نه ويرېدل، او په مالِک خُدائ او د هغۀ په خِدمت کوونکى موسىٰ يې ايمان راوړو.
هغۀ د بنى اِسرائيلو تکليف وليدو او ورباندې خفه شو.
لاړ شه او د بنى اِسرائيلو مشران په يو ځائ راغونډ کړه او هغوئ ته ووايه چې زۀ مالِک خُدائ، د هغوئ د پلار نيکۀ خُدائ پاک، د اِبراهيم، اِسحاق او يعقوب خُدائ پاک، تا ته راڅرګند شوم. هغوئ ته ووايه چې زۀ دوئ له راغلے يم او ما ليدلى دى چې مِصريانو د دوئ سره څۀ کول.
په هغه ورځ ما هغوئ سره قسم وکړو چې زۀ به هغوئ د مِصر نه هغې زمکې ته راولم کومه چې ما هغوئ دپاره خوښه کړې ده، هغه زرخيزه مُلک ته کوم چې د ټولو مُلکونو نه ډېر ښکلے دے.
ما وليدل چې زما د خلقو سره په مِصر کښې څومره ظلم کيږى، ما د هغوئ فرياد اورېدلے دے او زۀ راغلم چې هغوئ له خلاصون ورکړم. اوس راځه چې زۀ تا واپس مِصر ته ولېږم.“
خو خُدائ پاک وفرمائيل چې، ”زۀ به هغه قوم له سزا ورکړم چې دوئ يې د غلامانو په طور خِدمت کړے دے او د دې نه پس به هغوئ د هغه مُلک نه راوځى، او په دې ځائ کښې به زما عبادت وکړى.“