Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




نحمياه 9:4 - Pakistani Yousafzai Pashto

4 هلته د ليويانو په ممبر باندې دا کسان ولاړ وُو، يشوَع، بانى، قدمى‌اېل، شبنياه، بُنى، سربياه، بانى او کنعنياه. هغوئ مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته په چغو چغو وژړل.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




نحمياه 9:4
13 Iomraidhean Croise  

د ليويانو د قُهات او قورح د ډلو کسان پاڅېدل او په اوچت آواز يې د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک ثناء صِفت وکړو.


ليويان: دا کسان د شُکر ګزارۍ حمد‌و‌ثناء مشران وُو، يشوَع، بِنوئى، قدمى‌اېل، سربياه، يهوداه او متنياه.


دې ليويانو د هغه دېوال نورې برخې بيا جوړې کړې: د بانى زوئ رحُوم ورپسې برخه جوړه کړه، د قعيله د نيمې ضِلعې حکمران، حسبياه د خپلې ضِلعې د طرفه ورپسې برخه جوړه کړه،


عزرا د لرګى د پايو په ممبر باندې ولاړ وو کوم چې د دې موقعې دپاره جوړ شوے وو. دا کسان د هغۀ ښى طرف ته ولاړ وُو، متتياه، سمع، عناياه، اورِياه، خِلقياه، او معسياه، او دا کسان يې ګس طرف ته ولاړ وُو، فداياه، ميسائيل، مُلکياه، حاشوم، حسبدانه، زکرياه او مسلام.


بيا هغوئ په خپلو خپلو ځايونو باندې ودرېدل، او دې ليويانو ورته د شريعت تشريح وکړه، يشوَع، بانى، سربياه، يمين، عقوب، سبتى، هودياه، معسياه، قليتاه، عزرياه، يوزبد، حنان او فلاياه.


د ليويانو دې مشرانو خلقو ته آواز وکړو، يشوَع، قدمى‌اېل، بانى، حسبنياه، سربياه، هودياه، شبنياه او فتحياه، او هغوئ ووئيل: ”پاڅئ او د مالِک خُدائ ستاسو د خُدائ پاک ثناء صِفت وکړئ، د هغۀ ثناء صِفت همېشه همېشه کوئ. د هغۀ د شان شوکت والا نوم دې برکتناک وى، دا دې د ټولو صِفتونو او برکتونو نه اوچت وى.“


اے مالِکه خُدايه، لاندې د ژورې نه تا ته ژړا کومه،


کله چې مالِک خُدائ ته په اوچت آواز ژړا کوم، خپل مقدس غر نه هغه ما ته جواب راکوى.


ما د مدد دپاره خُدائ پاک ته ژړا وکړه، ما ژړا وکړه خُدائ پاک ته چې زما واوره.


تر دې چې ما آواز وکړو او مدد دپاره په چغو وژړېدم، هغۀ زما دُعاګانو ته توجو نۀ ورکوله.


بيا کله چې هغۀ دا وفرمائيل نو هغۀ په اوچت آواز چغه کړه، ”لعزره، بهر راوځه.“


بيا هغه په ګوډو شو او په زوره يې چغې کړې، ”مالِکه، دوئ په دې ګناه مۀ نيسه.“ او د دې وينا نه وروستو يې ساه ورکړه.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan