Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




نحمياه 9:35 - Pakistani Yousafzai Pashto

35 کۀ څۀ هم چې د هغوئ په بادشاهۍ کښې تا هغوئ له لوئ برکت ورکړے وو، کله چې هغوئ په هغه کولاو او آباد مُلک کښې اوسېدل کوم چې تا هغوئ له ورکړے وو، خو بيا هم هغوئ د ګناه نه راونۀ ګرځېدل او نۀ يې ستا خِدمت کړے وو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




نحمياه 9:35
11 Iomraidhean Croise  

ستا خلقو د پَخو دېوالونو ښارونه قبضه کړل، چې آباده زمکه، د دولت نه ډک کورونه ونيسى، هغه کوهى چې د مخکښې نه کنستلے شوى دى، د زيتُونو ونې، د مېوو ونې او د انګورو باغونه. هغوئ په مړه خېټه خوراک کولو او غټ شول، تا چې کوم ښۀ څيزونه هغوئ له ورکړى وُو د هغه هر څۀ نه يې خوند اخستلو.


زمونږ بادشاهانو، زمونږ مشرانو او زمونږ اِمامانو، زمونږ پلار نيکۀ ستا قانون نۀ دے منلے. هغوئ ستا قانون او خبردارى ته غوږ نۀ نيولو.


زۀ به د مالِک خُدائ د نۀ ختمېدونکې مينې بيان وکړم، هر څۀ چې هغۀ زمونږ دپاره کړى دى نو د هغې دپاره به زۀ د هغۀ ثناء صِفت کوم. هغۀ چې بنى اِسرائيلو سره بې‌شمېره ښېګړې کړې دى په هغې به خوشحالى کوم، کومې چې هغۀ د خپل رحم او مينې په مطابق کړى دى.


اے يرمياه کۀ چرې خلق تا نه تپوس وکړى چې دا هر څۀ زمونږ مالِک خُدائ پاک ولې مونږ سره وکړل؟ نو تۀ دوئ ته ووايه، چې تاسو خپل حقيقى خُدائ پرېښودو او د هغۀ په ځائ مو په خپل مُلک کښې د غېرو معبودانو خِدمت وکړو، نو په دې وجه به تاسو په پردى وطن کښې د پردو خلقو خِدمت وکړئ.“


خو په خپل شرارت کښې هغۀ زما د قانون او حکمونو نه سرکشى وکړه د هغه مُلکونو نه هم زيات کوم چې د هغۀ نه ګېرچاپېره پراتۀ دى. هغۀ زما قانون رد کړو او زما د حکمونو تابعدارى يې ونۀ کړه.


مالِک خُدائ تاسو له په هر څۀ کښې برکت درکړے دے، خو تاسو په خوشحالۍ او د زړۀ د اخلاصه د هغۀ خِدمت ونۀ کړو.


نو بيا به تاسو د هغه دشمنانو خِدمت کوئ چې مالِک خُدائ يې ستاسو خِلاف درلېږى. تاسو به اوږى، تږى، بربنډ او د هر څۀ حاجتمند يئ. مالِک خُدائ به تاسو سخت وکَړوى تر دې پورې چې تباه شئ.


او کله چې په هغوئ باندې سخت افتونه او مصيبتونه راشى نو دا سندره به د هغوئ خِلاف ګواه وى، ځکه چې د هغوئ اولاد به دا نۀ هېروى. ما ته د هغوئ د ارادې پته ده چې هغوئ مې لا وعده کړے شوى مُلک ته راوستلى هم نۀ دى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan