Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




نحمياه 9:34 - Pakistani Yousafzai Pashto

34 زمونږ بادشاهانو، زمونږ مشرانو او زمونږ اِمامانو، زمونږ پلار نيکۀ ستا قانون نۀ دے منلے. هغوئ ستا قانون او خبردارى ته غوږ نۀ نيولو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




نحمياه 9:34
13 Iomraidhean Croise  

د يهوداه او اِسرائيل د خبردارى دپاره مالِک خُدائ پېغام وړُونکى او نبيان لېږلى وُو چې هغوئ فرمائيل، ”خپل بد عملونه پرېږدئ او زما حُکمونه ومنئ، چې په هغې کښې هغه شريعت شامل دے چې کوم ما ستاسو پلار نيکۀ له ورکړے وو او د خپلو خِدمت کوونکو پېغمبرانو په ذريعه مې ستاسو په حواله کړے دے.“


هغوئ هغه اصُول ونۀ منل او هغه لوظ يې پوره نۀ کړو کوم يې چې د هغوئ د پلار نيکۀ سره کړے وو او هغوئ د هغۀ خبردارى ته پام ونۀ کړو. هغوئ د غلطو بُتانو عبادت وکړو او خپل ځانونه يې سپک کړل، هغوئ د ګېرچاپېره قومونو په رِواجونو باندې روان وُو او د مالِک خُدائ د هغه حُکم نافرمانى يې وکړه چې د هغوئ د رِواج نقل مۀ کوئ.


زمونږ پلار نيکۀ د مالِک خُدائ زمونږ د خُدائ پاک نافرمانه وُو او هغه کار يې کولو چې په څۀ باندې هغه ناراضه کېدو. هغوئ مالِک خُدائ او د هغۀ کور پرېښودو او هغۀ ته يې شا وګرځوله.


خو اے خُدايه پاکه، نو مونږ په دې کښې څۀ ووايو؟ مونږ ستا د حُکمونو بيا نافرمانى کړې ده،


ډېر کالونه تا هغوئ ته صبر کولو. تا د خپلو پېغمبرانو په ذريعه هغوئ له خبردارے ورکولو، خو ستا خلقو غوږ نۀ نيولو، نو تا هغوئ نورو قومونو ته حواله کړل چې فتح يې کړى.


تا ښۀ وکړل چې مونږ له دې سزا راکړه، اګر چې مونږ ګناه هم کړې ده، خو تا مونږ سره اِنصاف وکړو.


کۀ څۀ هم چې د هغوئ په بادشاهۍ کښې تا هغوئ له لوئ برکت ورکړے وو، کله چې هغوئ په هغه کولاو او آباد مُلک کښې اوسېدل کوم چې تا هغوئ له ورکړے وو، خو بيا هم هغوئ د ګناه نه راونۀ ګرځېدل او نۀ يې ستا خِدمت کړے وو.


مالِک خُدائ فرمائى چې، ځکه چې هغوئ زما کلام ته غوږ نۀ نيولو، هغه پېغام چې ما بار بار د خپلو خادِمانو نبيانو په ذريعه هغوئ ته ورکړے وو. او تاسو جلاوطنو هم زما پېغام ته غوږ ونۀ نيولو، مالِک خُدائ فرمائى.


مونږ به ضرور په خپلو هغه ټولو خبرو عمل کوُو د کومې خبرې چې مونږه منښته کړې ده، مونږ به آسمانې مَلِکې ته خوشبو سوزوُو او هغې ته به د انګورو د شيرې نذرانې پېش کوُو. مونږ به هغه کارونه کوُو لکه څنګه چې به زمونږ پلار نيکۀ، بادشاهانو، سرکارى کسانو د يهوداه په ښارونو او د يروشلم په کوڅو کښې کول. مونږ سره په هغه وخت کښې خوراک ډېر تېر وو او زندګى مو ښۀ وه او مونږ ته هيڅ قسمه تکليف او مصيبت نۀ وو.


ما بار بار تاسو ته خپل خِدمتګاران پېغمبران درولېږل، هغوئ تاسو ته مِنت وکړو چې دا حرامکارى مۀ کوئ د کوم نه چې زۀ نفرت کوم.


خو په خپل شرارت کښې هغۀ زما د قانون او حکمونو نه سرکشى وکړه د هغه مُلکونو نه هم زيات کوم چې د هغۀ نه ګېرچاپېره پراتۀ دى. هغۀ زما قانون رد کړو او زما د حکمونو تابعدارى يې ونۀ کړه.


مونږ ستا خِدمت کوونکو پېغمبرانو ته غوږ ونۀ نيولو، چا چې ستا په نوم زمونږ بادشاهانو، زمونږ شهزادګانو او پلار نيکونو، او زمونږ د مُلک ټولو خلقو ته خبرې وکړې.


او کله چې په هغوئ باندې سخت افتونه او مصيبتونه راشى نو دا سندره به د هغوئ خِلاف ګواه وى، ځکه چې د هغوئ اولاد به دا نۀ هېروى. ما ته د هغوئ د ارادې پته ده چې هغوئ مې لا وعده کړے شوى مُلک ته راوستلى هم نۀ دى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan